中国国际广播电台

جونګ شان پوهنتون چه د جنوبي چين د ګوانګ دون ولايت په مرکز
ګوانګ جو ښار کي پروت دی ، يو
جامع پوهنتون دی او په نولس
سوه څليرويشتم کال کي د چين د
ديموکراتيک انقلاب د مشر ډاکټر
سون يي سين لخوا جوړ شو .
جونګ شان پوهنتون د انساني
علومو پوهنځی ، د لين نان پوهنځی
، د رياض او محاسبې پوهنځی او د
جونګ شان د طب پوهنځی په شمول
نولس پوهنځي شته چه نهه اويا
تخصصات لري ، په دي پوهنتون کي
ډير مترقي او بشپړ لابراتوارونه
او د علمي څيړنې مرکزونه شته ، په
نانجينګ پوهنتون کي يو څلويښت زره
تنه زده کوونکي سبق وايي چه پکي
پنځه زره څلور سوه څلويښت تنه د
ماستري درجې او يو زرو نهه سوه
اويا تنه د دکتوري درجي د لاس ته
راوړلو دپاره کوشش کوي ، دغه راز
نژدي څلور سوه پنځوس تنه خارجي
زده کوونکي هم پکي شته . د لين
نان پوهنځي په چين کي د نويو
ودانيو ښکلي طبيعي منظرو او
بشپړو تعليمي تجهيزاتو او وسايلو
په درلودلو سره په چين کي ډير
مشهور دي ، ددې پوهنتون
کتابخانه په جنوب ختيځ چين کي د
ساتل شويو کتابونو د شمير له نظره
ډيره لويه کتابخانه ده .د جون شان
پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __
http://www.zsu.edu.cn/

|