وو هان پوهنتون  
中国国际广播电台


وو هان پوهنتون  د مرکزي چين د هو بي ولايت په مرکز وو هان ښار کي واقع دی اوداسي جامع  پوهنتون دی چه  علمي څانګې يي ډيرې بشپړې دي . اوس نوموړي پوهنتون د فلسفې ، اقتصاد ، قانون ، ښوونې ، ادبياتو ، تاريخ ، د کانفوسيوس د مکتب څخه د رامنځته شوي فلسفې ، صنايعو ، کرنې ، طب ، ادارې  د علومو په شمول يو سلو پنځه تخصصات  ، پنځه زره تنه استاذان او پنځه څلويښت زره تنه زده کوونکي لري چه دوولس زره تنه د فوق ليسانس درجي د تر لاسه کولو دپاره کوشش کوي . د وروستيو کلونو راهيسې د وو هان پوهنتون لخوا دري سوه تنه نامتو خارجي پوهان او سياستمداران  د افتخاري  پروفيسرانو په توګه استخدام شوي  او د شپيتو هيوادو او سيمو د دوو سوو عالي مدرسو او علمي ارګانونو سره  يي د همکاري او تبادلي روابط ټينګ کړيدي .

   وو هان پوهنتون د جيا لو غره په لمن کي پروت دی او طبيعي منظرې يي ډيرې ښکلي دي ، ددې پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __

 http://www.whu.edu.cn/