جي جيانګ پوهنتون
中国国际广播电台


     جي جيانګ پوهنتون د جنوب ختيځ چين  د جې جيانګ ولايت په مرکز هان جو ښار کي پروت دی او د چين له هغوجامع  پوهنتونونو څخه عبارت دی چه تخصصات يي مکمل  او  په بين المللي ساحه کي اغيزه من دی .

    په دي پوهنتون کي د فلسفې ، اقتصاد ، قانون ، ښوونې ، ادبياتو ، تاريخ ، د کنفوسيوس د مکتب ، مهندسي ، کرنې ، طب او ادارې په شمول  د يوولسو علومو په اړه پوهنځي شته او يو سلو اته تخصصات پکي شامل دي . اوس په دي پوهنتون کي اته زره اوه سوه تنه استاذان او کارکوونکي او څلويښت زره تنه زده کوونکي شته چه نهه زره اوه سوه تنه يي د ماستري او څلور زره دوه سوه تنه يي د دکتوري درجي د لاس ته راوړلو دپاره هاند کوي ،دغه راز نور يو زر تنه خارجي زده کوونکي هم پکي درس لولي .

    جي جيانګ پوهنتون د اقتصاد او قانون د علومو او د کنفوسيوس د مکتب د څيړنو په ساحو کي نسبتا لوړ علمي برياليتوبونه تر لاسه کړيدي ، د هغو کتابتخانو  عمومي ساختماني مساحت چه  د نوموړي پوهنتون په  شپږو تحصيلي سيمو کي پرتې دي ، نژدي شپيتو زرو مربع مترو ته رسيدلی او پنځه مليونه نهه لکه سل زره کتابونه پکي ساتل شويدي چه په دي وجه جي جيانګ پوهنتون د چين له هغو پوهنتونونو څخه شميرل کيږي چه د ساتل شويو کتابونو شمير يي ډير دي . ددي پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __http://www.zju.edu.cn/