د شانګهاي د جياو تون  پوهنتون
中国国际广播电台


   د شانګهاي د جياو تون  پوهنتون  په چين کي يو مهم او مشهور پوهنتون دی چه  طبيعي علوم د بنسټ او د مهندسي علم  د ستون په حيث بلل کيږي . دغه پوهنتون  په اتلس سوه شپږ نويم کال کي جوړ شو او د بيړيو  او سمندري انجنيرۍ  ، د ماشين الاتو او محرکې قوې د انجنيرۍ  او اکترونيکي انفرميشن او الکتريکي انجنيرۍ په شمول يوويشت پوهنځي شته چه د انجنيرۍ ، مهندسي ، ادبياتو ، ادارې ، کرنې ، اقتصاد ، قانون او ښوونې د علومو په شمول پنځه پنځوس تخصصات پکي شامل دي او له دي څخه د مخابراتو او الکترونکي سيستم ، د بيړيو او سمندري انجنيرۍ ، اتوماتيکي کنترول ، مرکبو موادو او د فلزاتو د پلاستيکي کيدو په شمول  علمي څانګې په نړۍ کي لومړي مقام نيسي .

     اوس په دي پوهنتون کي څوارلس زره تنه زده کوونکي او اوه زره تنه زده کوونکي د لوړو علمي درجو د لاس ته راوړلو دپاره سبق وايي او نور يو زرو شپږ سوه تنه خارجي زده کوونکي هم  پکي شته . د زياتو کلونو راهيسې نوموړي پوهنتون د دولت دپاره يو لک تنه غوره استعداده پرسونل روزلي دي چه پکي يو شمير وتلي سياستمداران ، اجتماعي فعالان ،  د صنعت او تجارت مشهور صاحبان ،  عالمان ، پروفيسران ، انجنيران او فني پرسونل شامل دي . ددي پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی ___http://www.sjtu.edu.cn/