په چين کې د خارجي محصلينو تحصيلات

中国国际广播电台
 

د وروستيو کلونو راهيسي له دي امله چه د چين  د اقتصاد پرمختګ سرعت ډير چټک شوی  او بين المللي حيثيت  يي ورځ په ورځ  لوړيږي ، نو ډير زيات بهرني محصلين راجلبيږي چه د لوړو تحصيلاتو دپاره چين ته راشي . اوس په چين کې اوه اويا زره تنه خارجي زده کوونکي شته چه په سلو کي نوي برخه په خپلو پيسو خپل تحصيلات سر ته ورسوي . دوي زياتره د کوريا د جمهوريت ، جاپان ، امريکي ، ويتنام ، اندونيزيا ، تايلند ، جرمني ، روسيې ، نيپال ، فرانسې ، استراليا ، او ماليزيا په شمول د يو سلو اوياو هيوادو او سيمو څخه راځي .

   خارجي محصلين په چين کي عمومأ د چيني ژبې ، کلتور ، تاريخ  او چيني بوټو او درملو په شمول د چين ځانګړو تخصصي څانګو څخه زده کوي ، دغه راز د وروستيو کلونو راهيسې دوي هم  د حقوقو ، ماليې او اقتصاد ، محاسبې او د انجنيري او فيزيک د تخصيصاتو زده کړه کوي .

   چين هم د زيات شيمر بهرنيو محصلينو د راجلبولو دپاره لازم تدبيرونه نيولي او نيسي يي مثلا خارجي محصلينو ته اجازه ورکوي چه د پوهنتونونو نه په بهر کي د معمولي چينايانو په کورونو کې اوسيږي څو چه دوي وکولي شي لا زيات شمير معمولي چينايان وپيژني او د چين په باب لا زيات معلومات لاس ته راوړي . دغه راز د فوق اليسانس د علمي درجي د  تر لاسه کولو په دوره کي چينايي استازان  خارجي محصلينو ته د درس ورکولو په وخت کي  انګليسي او چيني ژبې استعمالوي څو چه هغه خارجي محصلين راجلب کړي چه د چيني ژبي سويه يي نسبتأ  لوړه نه ده .

  د نامکملې احصايي لمخې د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه تر اوسه پوري د هغو خارجي محصلينو شمير چه په چين کي لوړ تحصيلات يي تر سره کړيدي ،  له شپږو لکو ديرشو زرو تنو څخه اوښتی دی چه  دوي د يو سلو اوياو هيوادو او سيمو پوري اړه لري او اوس د خپل هيواد د أبادۍ او پرمختګ دپاره خدمت کوي او له چين سره د خپل هيواد د راکړي درکړي  او  همکارۍ د نژيوالي دپاره مهم رول لوبوي .