د چيني ژبې زده کول  
中国国际广播电台
 

د چيني ژبې زده کول چين ته د زيات شمير خارجي محصلينو د راتګ هدف دی . اوس په چين کي په سلو کي شپيته خارجي محصلين د چيني ژبي په زده کړه بوخت دي . په چين کي د چيني ژبې د زده کولو تعليمي سيستم چابک دی چه د څو مياشتو يا اوونيو په شمول   لنډ کورس او  د څلورو کالو دپاره د ليسانس ښوونه شته . چين د خارجي محصلينو دپاره د چيني ژبې د زده کړي ډول ډول مشخص درسي  مواد چاپ کړيدي  او استادان د محصلينو د چيني ژبې د سويې سره سم په انګليسي او چيني ژبو  يا  په چيني ژبې دوي ته درس ورکوي .

    اوس په چين کي درې سوه  عالي مدرسې خارجي محصلين مني او خارجي محصلين کولي شي چه د خپلو مشخصاتو سره سم د چين له عالي مدرسې سره مستقيم تماس ونيسي .

    په نولس سوه دوه نوي کال کي په چين کي د توفول په نامه د چيني ژبې د بيلا بيلو درجو د لاس ته راوړلو په غرض د امتحان سيستم  جوړ شو چه اوس دغه امتحان نه يوازي په چين کي بلکې د نړۍ په اته ويشتو هيوادو او سيمو کي د امتحان په شلګونو ځايونه هم  جوړ شويدي .