د چين  په عالي مدرسو کې  خارجي محصلين

中国国际广播电台
 

  لازمه ده چه د چين په عالي مدرسه کي د زده کړي دپاره مناسبې تحصيلي سابقې او د چيني ژبې سويې ته اړتيا لری او د بيلا بيلو عالي مدرسو د غوښتنې لمخې امتحان هم  ضرور دی .خارجي محصلين  کولي شي چه د انترنيت د شبکې له لارې د چين له عالي مدرسو سره تماس ونيسي ، که ومنل شي ، چين ته د راتګ تشريفات په اسانه توګه سر ته رسيداي شي . اوس د چين دري سوه عالي مدرسې د خارجي محصلينو د منلو اجازه لری .

    په چين کې د لوړې ښوونې د بشپړولو دپاره کم پيسې مصرفيږي او فيس يي د بيلا بيلو مدرسو او يا تخصصاتو لمخي بيل دی چه کلني فيس يي تقريبأ شل زره ژن مين بي يونه دي او د دوو زرو پنځو سوو امريکايي ډالرو سره برابر دي .

    چين په چين کي د لوړې ښوونې د بشپړولو دپاره  د خارجي محصلينو هر کلي کوي او  په بين المللي ښوونه کي دخپل حيثيت د لوړولو او په نړۍ کي د لومړي درجه عالي مدرسو د جوړولو دپاره يوه لاره ګڼي . چين به د خارجي محصلينو د زده کړې د زمينې د لا ښه برابرولو دپاره يو لړ لازم تدبيرونه ونيسي څوچه لا زيات شمير خارجي محصلين په تيره بيا د فوق ليسانس د درجې د لاس ته راوړلو دپاره  محصلين راجلب کړي .

په عالي مدرسو کې  خارجي محصلين