中国国际广播电台
د وروستيو څو کلونو راهيسی
دچين حکومت د هغه ستراتيژيکی
پلان سره سم چه د علومو او
پوهنی په وسيله هيواد اباد او
سمسور کړی شی ، د علومو او
تختيکونو ودې ته ډير اهميت
ورکړی او د علمی څيړنی او
تخنيکی نوی والی په برخه کی
يی زياتی پانګی اچولی دی .
مثلأ يوازی په ٢٠٠٣ کال کی په
نوموړی ساحه کی د ټولی ټولنی
لخوا اچول شوی پيسی له ١٥٠
ملياردو ژن مين بی يوانو څخه
اوښتی چه د چين د داخلی
توليداتو په عمومی ارزښت کی يی
په سلو کی يو اعشاريه ٣٥
برخه نيولې ده .
د چين د علمی او تخنيکی کار په عمده توګه د دولت په
درجه د علمی او تخنيکی پلان
د تطبيق له لاری ترسره
کيږی . اوس مهم علمی او
تخنيکی پلانونه په بنيادی
څيړنی ، د لوړو او نويو
تخنيکونو په بهربردارۍ ، کرنی
، عصری او نويو تخنيکی صنايعو
، فضايی تکنالوژۍ ، ملی
دفاع او داسی نورو ساحو پوری
اړه لری . دغه پلانونه لومړی
د چين د ساينس او تکنالوژۍ د
وزارت لخوا ټاکل کيږی او بيا
د مناقصی د ايښودلو له لاری
اړوند علمی څيړونکی
سازمانونه انتخاب کيږی .
ټاکل شوی اړوند سازمانونه د
نوموړو پلانونو د ترسره کولو
لپاره پيسی له حکومت څخه
اخلی .
د څو کلونو د زيارونو او هلوځلو نه وروسته چين د
بيلا بيلوساحو په شمول د علمی
او تخنيکی څيړنی او نوی والی د
لياقت او توان خاوند شوی دی
. په تيره بيا د بنيادی او
لومړنی څيړنی او لوړو او نويو
تخنيکونو په ځينو ساحو کی د
چين لخوا ترلاسه شوی
برياليتوبونه د نړۍ مترقی سويی
ته رسيدلی يانژدی شوی دی .
د چين د عالمانو په قلم د
هغو تيزسونو شمير چه په
اړوندو نړيوالو جريدو او
مجلو کی خپاره شوی ، په
٢٠٠٣ کال کی په نړی کی
پنځم مقام نيولی دی . دغه راز
د چين په داخل کی د علمی او
تخنيکی اختراعاتو او کشفياتو په
اړه د امتيازی حق
غوښتنليکونو هم نسبتأ لوی
زياتوالی وموند . له دی نه
څرګنده شوی چه د علمی او تخنيکی
نوی والی په برخه کی د چين
طاقت او لياقت د لوړيدو په حال
کی دی .
|