د چين  د دولت  په  سويه  د علومو او تخنيکونو  انکشافی  پلانونه
中国国际广播电台

 

د بنيادی  څيړنی  په  باب  پلان :

د بنيادی  څيړنی  په  برخه کی  د چين  د اړوند  پلان  نوم  د  بنيادی  څيړنی  په باب  د دولت  مهم  انکشافی  پلان  دی   . له  دی امله  چه د دغه  پلان تحقق   د ١٩٩٧ کال  د مارچ  په مياشت کی  پيل شوی ،  نو ورته  د(( ٩٧٣ ))  پلان  هم  ويل کيږی  .

   نوموړی  پلان   په  عمده  توګه  د کرنی ، انرژۍ ، انفورميشن ، د طبيعی  منابعو د چاپيريال  ،  نفوسو او روغتيا او   موادو  په  شمول  په  زياتو ساحو ، دغه  راز  د ملی  اقتصاد ، ټولنيز انکشاف  او  علمی او تخنيکی  ودې  په اړوند  په   مهمو  علمی  موضوعاتو  پوری  اړه  لری  . د دغه  پلان  سره سم  په  څو علمی  مضامينو  کی   په  څيړونکو  فعاليتونو  لاس پوری  کيږی  ترڅو  د اړوندو  مسئلو  د حل وفصل  لپاره  تيوری  او علمی  بنسټونه  برابر شی  . 

   د  څو کلونو راهيسی  د چين  حکومت  د نوموړی  پلان  د تحقق   لپاره  په  شل ګونو ملياردو ژن مين  بی  يوانو   د څه  د پاسه  درو  سوو  پروګرامونو  پيل  وکړ  . 

 

اوس  په  لومړنيو  پروګرامونو کی  يو شمير  علمی  څيړونکی  برياليتوبونه  لاس ته  راغلی  دی  .  د  نانو ، جين ، دماغی  علم  ،  د لرغونی  ژوند د علم د څيړلو په  ساحو کی  د چين  د عالمانو لخوا ترلاسه  شويو ثمرونو  د نړيوالو  توجه  راجلبه  کړی ده  .  مثلأ   د چين عالمانو   وروسته  له  هغه  چه  په ٢٠٠٢ کال کی  يی  په  بريالی  ډول  د شولو د جين  د پيژندلو  په باب  اړوند  کارونه  ترسره کړل  .  تيرکال  د  شولو  په اړه  يی  نوی  جين  کلون  کړی  دی  .

 

   - د لوړو او نويو  تخنيکونو  د  څيړلو  په باب   پلان  :

د دولت  د  لوړو او نويو  تخنيکونو د څيړنی  په باب  انکشافی  پلان  د چين  په  دولتی  پلان  پوری اړه  لری   .  له  دی امله  چه  دغه  پلان  د ١٩٨٦ کال  د مارچ  په مياشت کی  د چين  د ٤ نامتو عالمانو لخوا وړاندی  شوی  ،  نو بل  نوم   يی  ((  ٨٦٣ )) پلان  هم  دی  .

  د  نوموړی  پلان  له مخی  په  لوړو او نويو  تخنيکونو په ساحه کی  د  نړۍ  د  انکشافی  تمايل   او  د چين  د اړتياؤ  او  لياقت  په نظر کی نيولو سره   د  بيولوژۍ  تخنيک  ، فضايی  تکنالوژۍ ، انفورميشن  ، لايزر  ، اتوماتيکی  تخنيک  ، انرژۍ   او نويو  موادو  په  شمول   اوو  ساحو کی  ١٥ مضامين  د څيړنی او  بهربردارۍ  د  مهمو هدفونو  په  توګه  ټاکل  شوی دی .

       د (( ٨٦٣ )) پلان  په  تطبيق  سره  چين  په  تدريجی  توګه د خپل  هيواد  د شرايطو   او  حالاتو سره سم  د لوړو او نويو تخنيکونو  دڅيړنی   او ودې  په باب  ستراتيژی  رامنځ  ته کړی  ،  اړوند  عمومی  ترتيبات   يی  نيولی  ،  د لوړو او نويو   تخنيکونو د اړوندو  توليداتو  اډی   يی  ابادی  کړی  ، نوی  علمی   او تخنيکی افراد  يی  روزلی  ،  د نړيوالی  سويی  سره سم  برياليتوبونه  يی  لاس ته  راوړی  او  زيات   مهم  او مشکل   تخنيکی  موضوعات   يی  په  بريالی  توګه  حل کړی  دی  او  په  دی وجه   د  لوړو تخنيکونو د څيړلو  په برخه کی  د چين  سويه  ډيره  اوچته  شوی  او اړوند  قوتونه  يی  پياوړی  شوی دی  . مثلأ  تيرکال   چين  په    بريالی  ډول  د ((  فانګ جيو ))  او  ((  لونګ  شين ))  په  نامه  د کمپيوتر په اړه   چيپونه    ( chip ) ډيزاين  او  جوړ کړی    او  له  دی  برکته  د چين  د انفورميشن  د صنايعو په تاريخ کی  د چيپ  د نه  درلودلو په باب   پاڼه  بلی  خوا ته  اړوله  شوی ده  .  دغه  راز  د (( ليان شيانګ  ))  په نامه  د کمپيوترونو په  لړۍ  کی   د(( شنګ  تنګ )) په نامه د ٦٨٠٠  مافوق  کمپيوتر  د  حسابولو  توان د  نړی  په  لومړنيو  ٥٠٠ همدغسی پياوړو کمپنيو کی   پنځم مقام  نيولی دی  .  . 

  

-د زراعتی  علومو  او تخنيکونو په  باب  پلان  :

  د چين د کرنی  د علم  او تخنيک  په باب  د پلان  نوم  د ((  شينګ  هو ))  پلان  دی  . د  ((  شينګ  هو  په نامه  چينی  کلمه    د چين  له  يوی  مشهورې  جملی  څخه  راغلی  ده چه  وايی  ((  يوه سپرغی  هم  يو زورور اور  راپيدا کولای  شی  ))  .  د دی  جملی  نه  په استفادی  سره   هغه  ارزو  څرګنديږی  چه  د کرنی  په  ساحه کی  علوم  او  تخنيکونه  د سپرغۍ   په  شان  په  بيړه  سره  د ټول  هيواد  په چوکاټ کی  خپور شی  .

     نوموړی  پلان  په ١٩٨٦ کال کی  منظور شوی   او تر تطبيق  لاندی  راغلی  دی  او مرام  يی  دا  دی  چه  د کرنی لپاره  عصری  او عملی کيدونکی  علوم  او تخنيکونه  رامنځ ته کړی  شی  تر څو  د چين   څو سوه  مليونه  بزګر  د کليوالی  اقتصاد د ودې  په  بهير  کی  تری  ګټه  واخلی   او  د علمی او تخنيکی  ترقۍ  په  اتکا  د چين  کرنه  او کليوالی  اقتصاد   په  دوامداره ،  چټکه   او سالمه  توګه   انکشاف ومومی  .

   د نوموړی  پلان د تحقق  د څه  د پاسه  لسو کلونو راهيسی  د چين  عالمانو د خپلو زيارونو او هلوځلو نه وروسته  په کرنی او اړوندو  ساحو کی  يو لړ برياليتوبونه  لاس ته  راوړی   او   زيات  شمير  اړوند  بااستعداده  افراد  روزل  شوی  دی  .  مثلأ  په  ٢٠٠٣ کال کی د زراعتی  کښتونو  له  درو سوو  نه زيات  نوی  ډولونه  رامنځ ته  شول  او  د مځکو د  خړوبولو  په  اړه  د  نوی  طريقی  په  وړاندی  کيدو سره  د هغو سيمو لپاره  چه د  نوموړی  نوی  طريقی  په  وسيله  زراعتی کښتونو ته  اوبه  ورکوی  ،  لږ تر لږه   په  سلو کی  ٣٠  اوبه   سپما شوی دی .

        د  شينګ  هو  په  نامه  د پلان  په  تطبيق  سره  په کليوالی سيمو کی د  عصری  توليداتو  بهير  چټکتيا  موندلی  او د بزګرو  عايدات   هم  زيات  شوی دی .  بزګر     په دی  ښه  پوه  شوی چه   د علومو او تخنيکونو په  وسيله  شتمنی  ترلاسه  کولای  شی . د خارجی  هيوادونو  زياتو دوستانو وويل  چه   د(( شينګ  هو))  پلان  د چين د بزګرو  د شتمنې کولو پلان  دی   .

     

  - د لوړو اونويو تخنيکونو  د برياليتوبونو د پراخولو په  خاطر  پلان  :             

    د لوړو اونويو تخنيکونو  د برياليتوبونو د پراخولو په  خاطر د  چبن  پلان  د مشعل  پلان   نوميږی  .  دا  يو لارښوونکی  پلان  ګڼل  کيږی   او مرام  يی  دا  دی  چه د چين  د علمی او تخنيکی  قواؤ  د  تفوق  او غوره والی  او امکاناتو  نه  په استفادی  سره  او  د  بازاری  اړتياؤ  سره سم  د لوړو او نويو تخنيکونو برياليتوبونه  په  تجارتی  شيانو  بدل  کړی  شی  ، د لوړو او نويو تخنيکونو په اړه  تجارتی مواد د صنعتی کيدو  او  اړوند  صنايع  د  بين  المللی کيدو  په  لوری   انکشاف  ومومی  .  د دی  پلان  تحقق  په  ١٩٨٨کال کی  پيل شوی  او  په  عمده  توګه  د الکترون  او انفورميشن ، بيولوژيکی  تخنيک  ، نويو موادو ، نوی  انرژی  ،   د انرژی  د سپما کولو  او  د چاپيريال  د ساتنی  په  شمول  زياتو ساحوپوری  اړه  لری .

  اوس   د چين  په  ټول  چوکاټ کی  د  دولت  په  درجه  د لوړو او نويو  تخنيکونو  ٥٣  ابادوونکی  سيمی  جوړی  شوی  دی  .

 

-    د انسان  وړونکی  فضايی  بيړۍ   په  باب د چين پلان  :

د انسان  وړونکی  فضايی  بيړۍ   په  باب د چين  پلان په  ١٩٩٢ کال کی  تر تطبيق  لاندی  راغلی  دی  . دغه  پلان  د درو مرحلو په  ويشلو سره  ترسره کيږی  . لومړی د چين  فضايی  پيلوټان   خارجی  فضا  ته  ورسول  شی  .  دوهم  په  خارجی  فضا کی  د  فضايی الاتو سره  د نښلولو په باب    تخنيکی  مسئله  حله  شی  ترڅو   خارجی فضا  ته  هغه  فضايی  لابراتوار وويشتل شی  چه  د لنډی  مودی  لپاره به  پکی  انسان  پاتی وی .  دريم   د داسی   فضايی  لابراتوار  جوړ شی  چه  د اوږدی مودی  لپاره  به  پکی  انسان  پاتی  وی  ، ترڅو  په  لويی  پيمانی  سره  په  خارجی  فضا کی د  علمی  ازموينی  او  او  د  استفادی  وړ تخنيکونوپه اړه   موضوعات  حل  کړی  شی  .

   د ١٩٩٩کال  په  پای کی چين  په دی  بريالی  شو  چه  د شنګ  جو  په  نامه  لومړنی  تقليدی انسان وړونکی  فضايی بيړۍ  يی   خارجی  فضا  ته وتوغوله  او بيا يی  هغه    بيرته  ترلاسه  کړه  .  د  درو   همدغسی  ازموينو نه وروسته  چين   د ٢٠٠٣ کال   د اکتوبر په  ١٥  نيټه  د  شنګ  جو  په نامه د پنځم  لمبر  لومړنی  انسان  وړونکی فضايی   بيړۍ  چه پخپله  يی جوړه  کړه  ،  خارجی  فضا  ته  وويشتله  او  يانګ  لی  وی  د چين  لومړنی  فضايی  پيلوټ  ؤ چه  فضت ته ورسول شو  .  په  دی  وجه  د روسيی او امريکی  نه وروسته  چين   په  نړۍ  کی  دريم داسی  هيواد  ګڼل  کيږی  چه  په خارجی  فضا کی د  انسان وړونکی  بيړۍ  په وسيله   په  ځانګړی  ډول  د اړوندو فعاليتونو  توان  لری  .

  د  شنګ جو په نامه  د پنځم  لمبر انسان وړونکی   فضايی  بيړۍ  او د څانګ جنګ  په نامه  د دوهم  لمبر اف  (F)  راکټ   په  خاص  ډول  د  انسان وړونکو فضايی  بيړيو لپاره  ډيزاين  او جوړ شوی دی .   دغه  ډول  فضايی  بيړۍ  دحرکت د الاتو ، په مدار کی  د حرکتی  دستګا او  بيرته راستنيدونکی  دستګاه  په  شمول  له درو برخو څخه عبارته  ده  او تر اوسه  پوری  په نړۍ کی  ترټولو غټه  فضايی  بيړۍ  بلله کيږی  او پکی  دری تنه  فضايی پيلوټان  سپريدای  شی  .

  دمعلوماتو له مخی ،  چين  به  په  ٢٠٠٥ کال کی  د شنګ جو  په نامه د شپږم لمبر شپږ کسيزه  وړونکی فضايی  بيړۍ  وتوغوی  .

 

د چين  د سپوږمی پلټوونکی  پروژه  :

   د چين  د سپوږمی پلټونکی  پروژه  په  درو  مرحلو  کی  ترسره  کيږی  :  په  لومړنی  مرحله کی به د سپوږمی  په  شاوخوا کی  پلټونکی مصنوعی  سپوږمی  وتوغول شی .  په  دوهمه  مرحله کی  به  نوموړی  پلټونکی دستګاه   د سپوږمی پر  مخ  ښکته  کړی شی   او  په  دريمه  مرحله کی به   نوموړی  پلټونکی  دستګاه  د خپلی دندی د ترسره کولو نه  وروسته  مځکنی کرې  ته  بيرته  راستنه شی  .

 د دغی  پروژی  تطبيق  د ٢٠٠٤ کال  د جنوری  په مياشت کی  پيل شوی  اوس   په  لومړنی مرحله کی دی .  د ٢٠٠٦ کال  په  پای کی  د ((څانګ  عه )) د لومړنی لمبر  د سپوږمی  په  شاوخوا کی  پلټونکی مصنوعی  سپوږمی  وتوغولشی  .

 سره له دی چه  چين  په  تيرو  څه دپاسه  ٤٠  کلونو کی  په  فضايی  چارو کی  لوی  ګامونه  اخيستی دی  ،  خو  د چين د عالمانو  په نظر   د سپوږمی  د پلټنی او څارنی  په  علمی  ساحه کی  د چين  په وړاندی  زيات  تخنيکی  ستونزی  او مشکلات  شته  .