د چين  علمی څيړونکی ارګانونه
中国国际广播电台

   

اوس  په  چين  کی  تقريبأ  څه  د پاسه  دوه  زره  علمی  څيړونکی  ارګانونه  شته  چه  په  دی جمله کی  د دولت  په  درجه سازمانونه  څه نا څه  پنځو سوو ته  رسيدلی   او نور  يی  په  جلا جلا توګه  په  عالی مدرسو يا  لويو صنعتی  موسسو  پوری اړه  لری .

   د چين  علمی  څيړونکی  ارګانونه  په عمده  توګه    د  بنيادی علم  ،  عملی علم     او د  ټولنيز (  عام المنفعه ) خدمت  څخه عبارت  دي  .د  بنيادی علم څيړونکی  دندی  په  عمده  توګه  د چين  د علومو د اکاډمی  او   د بيلابيلو پوهنتونونو او عالی مدرسو په اړه   د  انستيتيوټونو  په   غاړه  اخيستل  کيږی  . د عملی  علم  د څيړلو دندی  اکثرأ  د چين  د مختلفو صنعتی  سازمانونو  يعنی  د لوړو او نويو تخنيکونو  په  اړه  د  اوسنيو  تصديو په  غاړه  دی .

  د چين  د علومو  اکاډمی په چين کی  تر ټولو  مشهور او لوی  علمی  څيړونکی  ارګان  بلل  کيږی   او  په  ١٩٤٩ کال  کی  جوړه  شوی  او مقر  يی  په بيجينګ کی  دی .   د چين  د علومو اکاډمی  د  هيواد  په  بيلا بيلو سيمو کی ١١ فرعی  سازمانونه  او  ٨٤  انستيتيوټونه  لری  چه  تقريبأ  شل  زره  تنه  څيړونکی   پکی  کار کوی .