د چين  او بهرنيو هيوادونو او سيمو  ترمنځ   علمی او تخنيکی همکاری
中国国际广播电台

   

ساينس  د هيواد ونو ترمنځ  د پولو او  سرحداتو  سره  رابطه  نه لری .  چين  د خپل  قوت  په   اتکأ  د علومو او تخنيکونو د  وده کولو په   عين وخت کی  د خپل  هيواد   د علمی او تخنيکی ترقی د بهير د ګړندی کولو لپاره  په دی ساحه کی  له  نړيوالو منابعو څخه  ګټه  اخلی .  د دی  ټکی  په نظر کی نيولو سره  چين  په  فعاله  توګه   په  نړيوالو  علمی او تخنيکی  تبادلو لاس  پوری کړی  او په پراخه  توګه  يی په اړوندو فعاليتونو کی  برخه  اخيستی  ده  .  په دی  بهير کی چين نه يوازی  د  زده کړی او  په  اړوندو څيړونکو کارونو کی  د برخه  اخيستنی   لپاره  خارج  ته  زيات شمير  علمی او تخنيکی  افراد  ورليږلی  دی  ،  بلکی  تر اوسه  پوری  يو شمير  بهرنيو علمی او تخنيکی سازمانونو او  شخصيتونو د چين  په  علمی  څيړونکو کارونو کی  هم  برخه  اخيستی  ده  .

 په ٢٠٠٣ کال کی چين  په  رسمی توګه  د  اروپايی اتحاد  د ګاليليو په  پلان  کی  ګډون  وکړ  او  ددی  پلان  په  اړه  د مصنوعی  سپوږمی  د  ويشتلو ، د اړوندو  عملی  توليداتو  د بهربرداری  او  د معيارونو د ټاکلو په  شمول  د  ټول  بهير  په  کارونو کی  به   برخه  واخلی  .

  چين  له نورو هيوادونو سره  د همکاری   ځينی  علمی څيړونکی  ارګانونه  هم  رامنځ ته کړی دی  .  لکه   د چين او جرمنی    د مخابراتی  سامان الاتو  تخنيکی  انستيتيوټ  ، د چين  او هسپانيی ترمنځ  ، د چين او برتانيی ترمنځ  د  کمپيوتر په  وسيله  ترافيکی  مرکز   او داسی نور .    سربيره  پردی ،  د هيواد  په  بهر کی  د چين  او امريکی  ، د چين او برتانيی  لخوا   جوړ شوی ګډ  علمی او تخنيکی  سازمانونه  هم شته  دی  .