د اوبو د چاپيريال  حالت

中国国际广播电台

     

په  چين کې  د اوبو منابع په عمده توګه  له  اوو لويو سيندونو  يعني  د  يانځي  سيند، ژړ سيند، سونګ هوا جيان سيند ، لياو حه سيند ، جو جيان سيند، هاي حه سيند او  حواي  حه سيند  نه  تر لاسه کيږي  ٠  د دوه زره دريم کال  د  چين د چاپيريال  د کيفيت په باب يو رپوټ کې  چه  د چين  د چاپيريال   ساتنې  د  دولتي  عمومي اداري له خوا خپور شوي ، ښودل شوي  چه  د چين په  نوموړو اوو لويو سيندونو کې  د اوبو  ککړتيا د دوامدار کمښت په حال کې  ده ٠ ددوه زره دريم کال  د احصايي  سره سم  د هغو اوبو تناسب  چه  د کيفيت درجه يي  له لومړې  معياري درجې نه  تر دريمې معياري   درجې پوري  دي  ، په سلو کې  دوه ديرش اعشاريه اوه  و ، خو په  دوه زره لومړي کال کې  نوموړي تناسب  يوازي  نژدي  يو په دريمه  برخه  درلوده ٠ له نوموړو اوو سيندونو نه  د هاي حه  او لياو حه  په سيندونو کې   د اوبو ککړتيا ډيره  سخته  زياته  ده  ٠  په  اوو لويو سيندونو کې  عمده ککړ شوي  چټل موادو کې   نفتي  مواد ، چټل شوي  ارګانيک  مواد،د ارګانيسم  داکسيژن  د ترکيب کولو  مواد، د امنياکې نيتروژن ، د پرومنګنات  مالګه ، فرار فنل  ،  سيماب  او داسي نور  ضرر لرونکي مواد شامل دي ٠  دغه راز  د جهيلونو او  د اوبو د بندونو په  هکله  په جهيلونو کې  د  نيتروژن  او فسفر  ککړتيا ډيره سخته ده  او  د جهيلونو  په اوبو کې  د ارګانيسم  داکسيژن د ترکيب کولو د موادو د زياتيدو سبب شوي دي  ٠ لکه  د ديان  څي په   جهيل کې  چه  دجنوب لويديځ چين  په  يوان نان ولايت کې  واقع  دي ، د نوموړي سبب  له امله  د اوبو ککړتيا ډيره  سخته ښکاري ٠  بر سيره پر دي   د چين  د تاي هو او  بو څاو هو په جهلينونو کې  چه  په  جلا جلا توګه  د چين  دريم  او پنځم لوي  جهيلونه  ګڼل کيږي ، همدغسي حالت  هم  موجود   دي ٠

  د چين   په  زياترو  ښارونو او سيمو کې  تر مځکې لاندې  د اوبو کيفيت  نسبتأ ښه  دي  ، خو  لا هم  يوه برخه يي  تر يوي اندازي پوري   د چټليتوب  تر  اغيزې  لاندې راغلي ده  چه  په عمده توګه   د هغو ښارونو په  مرکزي سيمه کې  پرته ده   چه  نفوس  يي زيات  او  د صنعتي کيدو بهير  يي  چټک  دي ٠  په  دغو سيمو کې  تر مځکې  لاندې  په اوبو کې  د نيترات  ، سولفات،  فولاد ، منګنيز اود داسي نورو موادو  پاتي شوني  له ټاکلي اندازي نه زيات وتلي  دي ٠