د ځنګلونو د منابعو ساتنه

中国国际广播电台

      

د تيرې پيړۍ له  پنځمې لسيزې  نه راهيسي   چين   په نړۍ کې  د مصنوعي  ځنګلونو د جوړولوپه هکله   لوي اعجاز  رامنځ ته  کړي   دي ٠ له  ١٩٨١ کال  نه تر ٢٠٠٢ کاله پوري په ټول هيوا د کې  د داوطلبانه  فعاليتونو له لارې  جملتأ  نهه ديرش  مليارډه اته  سوه مليونه  د ونې  نيالګې  ايښودل شوي  دي ٠ اوس  په چين کې   د مصنوعي  ځنګلونو  مساحت   شپږ څلويښت  مليونو شپږو لکو  اويا زرو هکتارو  ته رسيدلي او د نړۍ د مصنوعي  ځنګلونو د  عمومي مساحت  په سلو کې  شپږ ويشت  برخه يي نيولې ده   چه دغه رقم  په   نړۍ کې لومړي  مقام  دي او د  ځنګلونو په واسطه د پوښل  شويو سيمو  ميزان    په سلو کې شپاړلس  اعشاريه  پنځه پنځوس ته رسيدلي  دي ٠  په  داسي حال کې  چه  د  نړۍ د ځنګلونو  منابع  د دوامدار کمښت  په  حال کي  دي ،  چين  لا هم  د ځنګلونو د مساحت  د ساتنې  او  د ځګلونو د پراخولو  په دوو برخو کې  موفقيتونه  ترلاسه  کړي  دي ٠  په دي وجه  چين د  ملګرو ملتو  د چاپيريال  د اداري له خوا  په  هغو پنځلسو هيوادونو کې  شامل  شوي  چه په نړۍ کې  د  ساتل شويو   ځنګلونو مساحت  يي تر ټولو نه زيات  دي ٠

 له ١٩٩٨ کال  نه تر  ٢٠٠١ کاله پوري  د چين حکومت  د  منځني  لويديځ  چين  د غريبو سيمو  د طبيعي  تباتاتو او چمنونو د ساتنې ، په   کرل شويو مځکو کې د غلودانو په  ځاي  د ځنګلونو او چمنونو د  جوړولو  له پاره  دوه څلويښت مليارډ اوه  سوه  مليونه  ژن مين بي  يوانه  اچولي دي  چه  په دي  کې  هغه  لګښت  هم  شامل  و  چه  د  نوموړي کار  د تر سره  کولو له پاره  د تشويق  په  توګه  اړوندو بزګرانو ته  برابر شوي دي ٠ دغه راز  په  کرل شويو مځکو کې د ځنګلونو د  جوړولو  پروژه هم    د هيواد په  پنځه ويشتو  ولايتونو .، خودمختارو سيمو  او  لويو ښارونو کې  په  عملي  کيدو پيل  شوې ده ٠  تر ٢٠٠٢  کاله پوري  په ټول هيواد کې  په کرل شويو مځکو ګې  د  ونو د کيښودلو  او  په  شاړو غرونو او مځکو کې  د ونو د کيښودلو مساحت  په  جلا جلا توګه   درو  مليونو  يو لکه  اتيا زرو او  درو مليونو  دوو لکو شپيتو زرو هکتارو   ته  رسيدلي  دي  چه   په نتيجه کې  د هيواد په برخه ايزه  سيمه  کې  د اوبو او  خاورو د ورک کيدو  حالت  تر يوې اندازي پوري  کنترول شوي دي ٠   د نوموړي پروژۍ د عملي کيدو په  عين وخت کې   د  ځنګلونو د منابعو  د ساتنې په هکله  د يو موثر تدبير  په  توګه  د طبيعي  ځنګلونو د ساتنې  پروژه  هم  په  ١٩٩٨  کال  کې  پيل شوې ده ٠  د  دغې  پروژۍ سره سم  د ټول هيواد په  چوکاټ کې    د طبيعي  ځنګلونو  پري کول   بند شوي دي  ٠ اوس  د  چين  په ډيرو سيمو کې د چار تراشو ډير پخواني  کارکونکي  د ځنګلونو  ساتونکي  بدل شوي دي ٠

د چين د دوامدار انګشاف په هکله  د ځنګلداري  چارو د پرمختيا  د اړوندې ستراتيژيکي څيړنې   په  رپوټ  کې د وړاندې شوي   هدف   سره سم     تر  ٢٠٥٠ کاله پوري  به  په چين کې  په ځنګلونو  د پوښل کيدو  ميزان    په سلو کې  اته ويشتو ته  ورسيږي ٠