د لندې ځمکې  ساتنه

中国国际广播电台

      

 د ١٩٩٢ کال  د لندې ځمکېد ساتنې په باب   په  بين المللي  کوانسيون کې  د چين  د شامليدو نه راهيسي  د چين حکومت  د طبيعي لندې  ځمکې  منابعو ته د نجات ورکولو  او داعاده کولو له پاره  مثبت  کوششونه کړي  دي  چه  په نتيجه کې  هغه يو شمير  طبيعي  لندې  ځمکې چه خراب شوي ،   تر  ښې  ساتنې  لاندې  راغلي دي ٠ د ٢٠٠٢ کال  تر پايه پوري  په  چين کې  د لندې  ځمکې دري  سوه  دري  پنځوس   طبيعي حمايت کيدونکي  سيمې  جوړي شوي دي  او نوموړي سيمې  په  عمده توګه  دسمندرونو ،  جهيلونو ، سيندونو په  شاوخوا وو سيمو  او  په  ځنګلونو سره په نښتو ځايونو کې  پرتې  دي   او په دي  کې  يوويشت  ځايونه په  نړيواله سطحه   د مهمو لندې ځمکو په ليست کې  شامل  شوي  او  عمومي مساحت  يي  درو مليونو ديرش  زرو هکتارو ته رسيدلي  دي ٠

د چين  د لندې  ځمکې د ساتنې  عملياتي پلان  چه  د ٢٠٠٠ کال  په  نوامبر  کې  په  عملي  پيل شوي  دي،  د چين د ځنګلدارۍ د دولتي  اداري  له خوا وړاندې  شوي  او  د  دولتي شورا  په اړه  د اوه لسو وزراتونو له خوا په ګډه سره  طرح  شوي  دي ٠  د نوموړي پلان  له مخې  تر ٢٠١٠ کاله پوري  په  چين  کې به  د هغو تمائلاتو مخنيوي  وشي  چه  د انساني  فعاليتونو له امله  طبيعي  لندې  ځمکې  کمې شي ٠  دغه راز  تر  ٢٠٢٠ کاله پوري به  په چين کې  خراب شوي  او  له منځه وړل شوي  لندې  ځمکې  به   په تدريجي توګه اعاده شي ٠