د صحرا کيدو  مخنيوي او ادا ره کول

中国国际广播电台

      

د مځکې  صحراکيدل   په چين کې   د  ايکويوژيکي  چاپيريال  په هکله  تر ټولو نه  ډيره سخته مسئله  ده ٠  په ټول هيواد کې  د صحراکيدو  مځکو مساحت  دوو  مليونو  شپږ لکو  شلو زرو  مربع کيلو  مترو  ته رسيدلي  چه  دغه  شمير  د ټول هيواد  د کرل شويو مځکو  له  عمومي مساحت  نه  زيات  اوښتي دي  او  د هيواد  د خاورو د عمومي  مساحت  نه  په سلو کې  اوه ويشت  برخه  نيسي   ٠  اوس  سره له  دي  چه  په  برخه ايزو سيمو کې  د مځکو د صحرا کيدو  تمائل  تر کنترول  لاندې  راغلي دي ،  مګر  هر کال   د څه د پاسه  درو زرو  مربع کيلو مترو  په  سرعت سره  نوموړي ځمکې لا هم  پراخيږي ٠

اوس  په  چين کې د ځنګلداري چارو د دولتي  اداري  تر لارښوونې لاندې  په  ټول  هيواد کې  د  شګو د مخنيوي  او اداره کولو  په باب  پلان   تطبيق  شوي ،ترڅو  چه  تر ٢٠١٠ کاله پوري  د شګو د پراختيا تمائل  به اساسأ  تر کنترول لاندې  راشي  ، تر  ٢٠٣٠ کاله پوري  د ترلاسه شويو اړوندو ثمرونو  په اساس به  د صحراکيدو وړ مځکې   په تدريجي توګه  کمې شي  او تر ٢٠٥٠ کاله پوري  به  په صحرايي  سيمه کې  نسبتأ مکمل  ايکولوژيکي  سيستم  جوړ شي  ٠