د چين  د چاپيريال  د ساتنې  اهداف

中国国际广播电台

      

 د چاپيريال د ساتنې په هکله د چين له خوا  د ټاکل شويو اهدافو  سره سم  تر  ٢٠٠٥ کاله پوري  د چاپيريال  ککړتيا به   کمه شي ،  د ايکولوژيکي  چاپيريال  د خرابيدو تمائل  به  تر ابتدايي کنترول لاندې  راشي ،  د ښارونو او کليو د چاپيريال  کيفيت  په تيره  بيا  د لويو او منځنيو ښارونو او مهمو سيمو  د چاپيريال  کيفيت  به  ښه والي ومومي او  د سوسياليزم د  بازاري اقتصاد په مطابقت  د چاپيريال  د ساتنې  قانون ، اړوندې پاليسۍ او د اداري سيستم به  مکمل او  بشپړ شي  ٠

 

 په  ٢٠٠٥ کال کې  د سلفر د دوه اکسيد ، لوګې  ، صنعتي  ګرد او پوډر او  د ککړ شويو موادو  په  ګډون  د عمده و ککړ شويو  شيانو  د ايستنې  اندازه  د ٢٠٠٠ کال  په نسبت به  په سلو کې لس  کمه  شي  او د اسيد  باران  او  د سلفر دوه اکسيد  د کنترول  په   سيمه کې  به  د نوموړو موادو  د ايستنې  اندازه  د ٢٠٠٠ کال  په نسبت  په سلو کې شل  کمه  شي ٠

 

ددي  له پاره  چه   د چاپيريال  د ساتنې  هغه اهداف  ترسره شي  چه  د چين د اقتصاد او ټولنې  په  لسم  پنځه کلن  پلان کې  ټاکل شوي ،  د نوموړي   پلان د اجراکيدو په دوره کې   د ټول هيواد د چاپيريال  د ساتنې  له پاره  به   اوه سوه مليارډه  ژن مين بي يوانه  په  کار وي  چه  دا به   د همدي مودي  د دولت د داخلي   توليدي  عمومي  ارزښت  نه  په سلو کې  يو اعشاريه  دري  برخه ونيسي ٠