中国国际广播电台
په ١٩٩٢ کال کې د چين د حکومت په منظورۍ د چين د
چاپيريال او انکشاف په اړه
د بين المللي همکارۍ کميټه
جوړه شوې ده ٠ دغه کميټه
يو عالي رتبه بين المللي
مشورتي سازمان ګڼل کيږي ٠
د دغې کميټې رئيس د چين د
دولتي شورا د مشر په غاړه
ده ( اوسني رئيس يي د چين
د دولتي شورا د صدراعظم
مرستيال ځن پي يان دي )
د نوموړي کميټې عمده دنده
دا ده چه د چين د چاپيريال
او انکشاف په ساحو کې د
اړوندو مهمو او اضطراري
مسئلو په نسبت پاليسۍ او
پيشنهادونه وړاندي کړي ٠ د
نوموړي کميټې غړي د چين د
دولتي شورا د بيلا بيلو
اړوندو وزارتونو د وزيرانو
يا مرستيالانو ، د چاپيريال
د ساتنې په هکله د هيواد د
ننه او د باندې د اړوندو
کارپوهانو ، پروفسرانو او د
نورو هيوادو د وزيرانو او د
بين المللي سازمانونو د
مشرانو څخه عبارت دي ٠
د چين د چاپيريال او انکشاف د بين المللي همکارۍ د کميټې
د انترنيت پته :
http://www.cciced.org
|