中国国际广播电台
د چين د چاپيريال د ساتنې صندوق ( سي يي پي ايف ) د
١٩٩٣ کال په اپريل کې جوړ
شو ٠ دغه سازمان په چين
کې داسي لومړني غير
حکومتي سازمان دي چه
ګټې نه اخلي او د حقوقي شخص
حيثيت يي لري او په خاص
ډول دچاپيريال د ساتنې
په کارونو لاس پوري کوي ٠ د
دغه سازمان اساسي اصول
دا دي چه د خلکو له لارې
خلکو ته نيکمرغۍ ورسول شي ،
يعني د بيلا بيلو لارو او
شکلونو له لارې پيسې
راغونډې شي او د دغو پيسو
په واسطه د چاپيريال د
ساتنې اړوندو فعاليتونو له
پاره مرستې برابر کړي او د
چاپيريال د ساتنې په ساحه
کې د چين او نړۍ ترمنځ
تخنيکي تبادلې او همکارۍ
پرمخبوزي څو چه د
چاپيريال د ساتنې د ادارې
، علمي څيړنې ، پوهنې ، د
اړوندو پرسونلو د روزنې ،
د چاپيريال د ساتنې صنعتي
چارو او له بهرنيو هيوادونو
سره د اړوندو فعاليتونو په
ګډون د چاپيريال د ساتنې
چارو ته پراختيا ورکړي شي ٠
د چين د چاپيريال د ساتنې د صندوق ا نترنيت پته دا ده
:http://www.cepf.org.cn/
|