د چاپيريال د ساتنې په هکله د چين له خوا لاسليک شوي  بين المللي  کوانسيونونه

中国国际广播电台
 

      چين  تل  تر تله  پر  دي  ټينګار  کوي  چه  د بين المللي  چاپيريال  او منابعو د ساتنې  له پاره جدي مسؤليت  په  غاړه  واخلي او  د چاپيريال  او منابعو  د ساتنې  په باب  څه د پاسه  ديرشو کوانسيونونو او تړونونو کې يي  برخه اخيستي   يا يي لاسليک  کړي  دي    او نوموړي  اړوند کوانسيونونه   په دي ډول  دي  ،

 د سمندري   نفتو د ککړتيا د مخنيوي  په  باب  بين المللي کوانسيون  ( ١٩٥٤ کال  . لندن )

د کبانو  د نيولو او  د عامه سمندرونو د موجوداتو د منابعو د ساتنې  په  باب کوانسيون  ( ١٩٥٨ کال .ژنيوا )

د نهنګ  د نيولو د  محدوديت  په  باب  بين المللي  کوانسيون  ( ١٩٤٦ کال  واشينګتن )

د جنوب ختيځې اسيأ او د ارام سمندر  د تباتاتو د ساتنې  موافقت نامه  ( ١٩٥٦ کال  . روم  )

تر سمندر  لاندې  د مځکو  په باب  کوانسيون  ( ١٩٥٨ کال  ژنيوا )

 د جنوبي  قطب  په باب  تړون  ( ١٩٥٩ . واشينګتن )

 د هوا د پيژندنې  د نړيوالو موسسو کوانسيون  ( ١٩٤٧ کال . واشينګتن )

 د تيلو د ککړتيا  د مصيبتونو په هکله  دمدني ټولنې د مسؤليت  بين المللي  کوانسيون  ( ١٩٦٩کال . بروسيل  )

د کلتوري او طبيعي  ميراثونو د ساتنې  په باب بين المللي  کوانسيون  ( ١٩٧٢ کال . پاريس )

 

 د سپوږمۍ  د کرې  او  نورو فضايي  فعاليتونو په ګډون  د  بهرني  فضا د پلټنې  او  ور څخه  د استقادي  په هکله  د بيلا بيلو هيوادونو له خوا د عملي کيدو د اصولو په باب  تړون  ( ١٩٧٢. مسکو)

 د  ککړ شويو او نورو موادو  د غورځيدو په اثر  د رامنځ ته شوي  سمندري  ککړتيا  د مخنيوي  په باب  کوانسيون  (  ١٩٧٢ کال  . لندن )

   د  بيولوژيکي  ميکروبونو،  زهر جن مواد لرونکو  وسلو  د توليد او ذخيرې د منع کولو  او د له منځه وړلو  کوانسيون  ( ١٩٧٢ کال  . لندن )

په  ازاد  سمندر کې د تيلو نه  پرته  د نورو موادو له امله  د رامنځته شوي  ککړتيا  د

مخنيوي په باب پروتوکول  (  ٩٧٣ ١ کال  . لندن  )

د بيړيو  له امله  د رامنځته شوي ککړتيا د مخنيوي  په باب کوانسيون  (  ١٩٧٨ . لندن )

 د ذروي موادو د ساتنې  په باب  کوانسيون  (  ١٩٧٩ کال  . ويانا )

د اوزون د  دايرې د ساتنې  په باب  د ويانا کوانسيون  (  ١٩٨٥ کال  . ويانا)

و ذروي  يا  د تشعشع د پيښو  په نسبت  د  عاجلو مرستو د برابرولو  په  باب  کوانسيون  (١٩٨٥ کال  ،ويانا )

د ذروي  پيښو او  د ژر  خبر ورکولو په باب  کوانسيون  ( ١٩٨٦ کال ،  ويانا )

 د اوزون  د دايرې   د مصرفونکو موادو  په باب  د مونتريال  پروتوکول  ( ١٩٨٧کال ،  مونتريال )

د اسيأ او  د ارام سمندر  د اوبو د  پيداورو د روزنې  مرکزي  شبکه  ( ١٩٨٨ کال ،  بنکاک )

بهر ته د خطرناکو ککړ شويو موادو  د انتقالولو  او ترتيبولو د  کنترول  په باب  د باسير  کوانسيون  (  ١٩٨٩ کال ، باسير)

د ملګرو ملتو  د هوا د  بدلون   ابتدايي  کوانسيون  ( ١٩٩٢ کال ،  ريودژنيرو)

د موجوداتو د  ډولونو  په باب  کوانسيون  (١٩٩٢ کال ، ريودژنيرو)

د ځنګلونو د ساتنې  او د اور  د مخنيوي  په باب  د چين د حکومت  او د شوروي  اتحاد  ترمنځ   موافقت نامه  ( ١٩٨١ کال  )

د  مهاجرو مرغانو  او د  نوموړو مرغانو  د اوسيدو چاپيريال  د ساتنې په باب  د چين  او جاپان د حکومتونو ترمنځ  موافقت نامه  (  ١٩٨١ کال )

د مهاجرو مرغانو او د دغو مرغانو د اوسيدو د چاپيريال  د ساتنې  په باب  د چين  او استراليا  د حکومتونو ترمنځ  موافقت نامه  (  ١٩٨٦ کال )

د ذروي  انرژۍ څخه  د سوله ايز استفادي  په  باب  د چين  او د پاکستان  ترمنځ   د همکارۍ موافقت نامه  (١٩٨٦ کال )

بر سيره  پر  دي  چين  هم  په  فعاله  توګه   د بين المللي  چاپيريال  او  منابعو د ساتنې  په  هکله  د ډيرو اړوندو  مهمو اسنادو ملاتړ  کوي  او  نوموړي اړوند اسناد يي  د چين   په اړوندو قوانينو او پاليسيو کې  شامل  کړي  دي  ٠ نوموړي  اسناد   له  دي څخه  عبارت  دي    چه  د ملګرو ملتو  د بشري  چاپيريال  په باب  اعلاميه  چه  په  ١٩٧٢  کال  د سويدن  په  ستاکهولم کې  خپره شوې  ،  د نړۍ د طبيعي  منابعو د ساتنې  پروګرام  چه  په  ١٩٨٠ کال کې د نړۍ  په  ډيرو هيوادونو کې  په يو وخت  خپور  شوي  دي ،  د نايروبي  اعلاميه  چه  په ١٩٨٢ کال  کې د کينيي  په  مرکز نايروبي کې  خپره شوې ده ،  د چاپيريال  او  ترقۍ په باب  د ريودژنيرو اعلاميه  چه  په  ١٩٩٢  کال  کې  د برازيل  په  ريودژنيرو کې  خپره شوې  ده  او  داسي نور ٠