چين  په  کوشش  سره  د چاپيريال  د ساتنې په باب  د بين المللي  کوانسيونو مراعات کوي

中国国际广播电台
 

       چين  د فعاله  او مسؤلانه  رويې په  غوره کولو سره   د چاپيريال  د ساتنې  په باب  په  هغو بين المللي  کوانسيونونو کې  د ټاکل شويو وجيبو مراعات  کوي  کوم چه  چين پکې  امضاوي  کړي دي  ٠ دغه  راز چين  د  چاپيريال  د ساتنې  په باب  د  ډيرو مهمو بين المللي  کوانسيونونو د عملي کولو له پاره   اړوند ځانګړي عملياتي  پلانونه  هم  جوړ کړي دي ٠ مثلأ چين  په وار سره  د اوزون  د دايرې  د ويجاړونکو موادو   په  تدريجي ټوګه  د  له  منځه وړلو په باب  دولتي    لايحه  او  د موجوداتو د ډولونو  د بين المللي کوانسيون د  مراعات  په باب  د چين  د دولت د راپور  په شمول  ځيني اسناد  طرح  کړي  او  د نوموړو بين المللي کوانسيونونو  د مراعات  کولو له پاره يي يو لړ واقعي  او  عملي  کيدونکي  تدبيرونه   غوره کړي دي ٠