چين  او  د مونتريال  پروتوکول

中国国际广播电台
 

       په  تيرو لسو کالو کې  چين  په  فعاله توګه  د اوزون د دايرې د ساتنې  په بيلا بيلو بين المللي  فعاليتونو کې  برخه  اخيستي  دي ٠ په ١٩٨٦  او ١٩٨٧ کال کې  چين په  جلا جلا توګه  د هياتونو په ليږلو سره  د ازن  د دايرې د ساتنې   په باب  د کاري  ګروپ  په  غونډه  او د نوموړي پروتوکول   د لاسليکيدو په  غونډه کې  ګډون درلود ٠  په  ١٩٨٩ کال کې  چين په رسمي توګه  د اوزون  د دايرې  د ساتنې  په  کوانسيون کې  شامل  شو  او  د نوموړي کوانسيون  د لاسليکيدو  په لومړني غونډه کې  تر ټولو نه لومړي  د اوزون  د دايرې د ساتنې  په باب  د څو اړخيز  صندوق  د جوړيدو په باب  پيشنهاد  وړاندي کړ ٠  په  ١٩٩٠ کال کې  چين د نړۍ له  بيلا بيلو هيوادونو سره يو ځاي  په  فعاله توګه  د نوموړي  پروتوکول  د اصلاحاتو په کار کې  برخه واخيسته   ٠  په ١٩٩١ کال کې   چين  په رسمي توګه   د نوموړي  پروتوکول  د لندن  په  تعديل  نامه کې  شامل  شو او  په  خپل وخت  يي  د چين د  پنځلس  وزراتونو ،  کميټو ، رياستونو ، عمومي شرکتونو او ټولنې په ګډون  د اوزون د دايرې د ساتنې  په هکله  د چين لارښوونکي  دفتر   جوړ کړ ٠  په  ١٩٩٢ کال کې  چين  تر ټولو نه لومړي  د اوزون د دايرې د  مصرفونکو موادو د تدريجي  ليري  کولو  په باب د چين  د دولت لايحه  طرحه  کړه  او  په  ١٩٩٣ کال کې  د چين د دولتي شورا او د  څو اړخيز صندوق  د اجرائيوي  کميټې له خوا  منظوره شوې  ده  ٠  په  ١٩٩٤ کال کې  په  چين کې  د تنباکو په  تصديو کې  د اوزون د  دايرې د مصرفونکو موادو  د  تدريجي  ليري کولو په باب  تکميلي  لايحه  طرحه  شوه  ٠  دغه راز په  ١٩٩٥ کال کې  چين  لومړي   د کف لرونکي  پلاستيک ،   يخچال ، د موټر اير کنديشين  ، د الکترونيکي قطعاتو د مينځلو  په شمول  د کنترل  کيدونکو  موادو د توليدولو په  اتو صنعتي  کسبونو کې  د  نوموړي کنترولي موادو د  تدريجي  حذف کيدو  په باب  ستراتيجيکي څيړنه  تر سره  کړې ده  او دغه څيړنه  د څو اړخيز صندوق  د اجرائوي کميتې  له خوا منظوره شوې  ده ٠

 تر اوسه پوري   د نړيوال  بانک ،  د  ملګرو ملتو د انکشافي  پلان د جوړولو د ادرې ،  د ملګرو ملتو د صنعت  او انکشاف  د موسسې ،  د ملګرو ملتو د چاپيريال  د پروګرام د ادارې  د دغو څلورو اجرائيوي  سازمانونو  او  د امريکي ،  کانادا ،  المان او دنمارک   له لارې   د چين   يو سلو  شپږ پنځوس  اړوند پروګرامونه  د څو اړخيز صندوق  اجرائيوي  کميټې ته وړاندې  شوې  او په کې   منظور  شوي   او  له   نوموړي صندوق  نه  يو سلو  پنځه مليونه  امريکايي ډالره  تر لاسه شوي دي ٠  که  نوموړي ټول  پروګرامونه  ترسره شي ،  اړوند کنترول  کيدونکي   مواد  به  يو ديرش  زره اتيا ټڼه  کم شي ٠