چين  او د موجوداتو د ډولونود ساتنې  کوانسون

中国国际广播电台
 

     

په ١٩٩٢ کال کې  د ملګرو ملتو  د چاپريال  او انکشاف په باب  د غونډې  د جوړيدو نه وروسته   د چين  حکومت  د خپلو واقعيتونو  سره سم د  جدي او مسؤلانه رويې  په  غوره کولو سره  په نوموړي غونډه کې  د خپلو  ژمنو مراعات کړي  ،  د دوامدارې پرمختيا په باب  د خپل  هيواد  اقتصادي  ستراتيژۍ يي  ټاکلي  او  دغه  ستراتيجيکي مفکوره  د هيواد  په  بيلا بيلو اقتصادي  پاليسيو کې  منعکس  شوې   ده   ٠  د چين د  يوويشتمې  پيړۍ اجندا  ___ د چين  د يوويشتمې  پيړۍ د نفوس ،  چاپيريال  او پرمختيا په  باب  له  سپين کتاب  نه  چه  په ١٩٩٤ کال  کې  د چين د دولتي شورا له منظورۍ نه وروسته  خپور شوي ،  د چين  دوامداري انکشافي ستراتيژۍ په  پوره توګه  څرګنده شوې ده ٠    د چين د  ملي  اقتصاد او  ټولنيزې پرمختيا  له پاره  د نهم  پنځه کلن  پلان  او د ٢٠١٠م  کال  د راتلونکي  پروګرام   سره سم  چه  په  ١٩٩٦ کال کې  د چين  په  ملي ولسي کانګرس کې  تصويب شوي ،  د دوامدار ې  پرمختيا  په  هکله   د چين  ستراتيژيکي  پرينسيپ  لا پياوړي شوي  دي ٠

 

د چين  د حکومت  په نظر  د طبيعي  منابعو دوامدار استعمالول  او  د نيک ايکولوژيکي  چاپيريال  ساتنه  د دوامدارې پرمختيا د ستراتيژۍ د ترسره  کولو  مخکني  شرط  ګڼل  کيږي ٠  په دي بهير کې چين   د موجوداتو د  ډولونو د ساتنې ،  د اوبو او خاورو د بهيدو اود مځکو د صحرا کيدو د مخنيوي ،  د ځنګلونو د  پراخولو  او د ښارونو د چاپيريال  د ښه کولو او  دچاپيريال  د ککړتيا د کنترول له لارې  په  فعاله توګه  د نړۍ د چاپيريال  د ساتنې  په اړوندو بيلا بيلو فعاليتونو کې  برخه اخيستي  او مثيت  تدبيرونه  يي  غوره کړي دي ٠ د غه راز  د چين د مرکزي حکومت  د بيلا بيلو څانګو په  پاليسيو ،  پلانونو او کارونو کې  او د  بيلا بيلو ځايونو د  محلي حکومتونو د ملي اقتصاد او ټولنيزې ترقۍ  په  باب  ټولو پلانونو کې  ټول  د موجوداتو د ډولونو د ساتنې  په باب محتويات  شامل   شوي دي ٠

 

  د  پخواني  پلانيز اقتصاد نه  بازاري اقتصاد  ته د چين د اقتصاد د انتقالولو په  بهير کې  د چين  د اقتصاد  د پرمختيا  شکلونو لوي بدلون  موندلي دي ٠  له بلې  خوا  د نفوس  د چټک زياتوالي  له امله  طبيعي  منابع  تر  بي حده استعماليدو لاندې  راغلي   ،   ايکولوژيکي  چاپيريال  ورځ په ورځ  خرابيږي ،   د مځکو  د  صحرا کيدو حالت  شديد شوي او  د  موجوداتو منابعو مصارف چټک شوي  دي  نو  په  نتيجه کې  د هيواد  اقتصادي  پرمختيا  تر  سخت محدوديت او مخنيوي  لاندې  راغلې ده٠   د نوموړي حالت  د بدلولو له پاره  د ډيرو کلونو نه راهيسي  چين ډير  کوششونه کړي او  ډيرې ګټورې  تجربي  يي ترلاسه  کړي  دي  ٠ مثلأ  د  باد د مخنيوي  له پاره  د ځنګلونو او  په  صحرا کې  د  ځنګلونو او چمنونو د جوړولو   ،  په شيبدارو ځمکو کې د کرلو مځکو د اصلاحاتو ،  د اوبو د لګولو  او د ذخيره کولو  د پروژو د ابادولو ،  د غلودانو پر  ځاي  په کرل شويو مځګو کې  د ځنګلونو  او چمنونو د ايښودلو   ،  د سندونو د  اداره کولو ،   د قرارداد د لاسليک له لارې  په شاړو غرونو کې د ځنګلونو د جوړولو  او  د  مځکو  د صحرا کيدو  د مخنيوي  او اداري  په برخو کې  ډيرې ګټورې  تجربې  تر لاسه شوي  چه  دغو تجربو  د موجوداتو د ډولونو د ساتنې  له پاره  ډير مثبت رول  لوبولي  دي ٠