په چين کې زيات ماشومان چې عمرونه يې له دريو کالو څخه تر شپږو کالو پورې دي، په وړکتون کې زده کړه کوي. چيني ماشومان په وړکتونونو کې په عمده توګه لوبې کوي او ځيني اسان معلومات او پوهې زده کوي. د ماشومانو زيات پلرونه او ميندۍ غواړي زامن يې زياتې پوهې زده کړي، نو د چين په زياتو وړکتونونو کې د موسيقي الاتو او بهرنيو ژبو د زده کړې کورسونه ترتيبېږي.