لوست 65 سهاري روزنه

 له سي ار اې سره مرکه
 

سهارنی تمرين نه يوازی د روغتيا ساتنې يوه ښه لار ده، بلکې د چينايانو يو عادت هم دی. په چين کې ډير زيات وګړي هره ورځ په باغونو او د اوسيدونکو سيمو په ډګرونو کې د ځانګړی چيني سهارني تمرينونه کوي. د بېلګې په توګه ځغاسته کوي، سندرې وايی، نڅا کوي او داسی نور. په تېرو څو کلونو کې د بېجينګ د سيلانۍ يو شمير شرکتونو په جلا جلا توګه بهرنيو سيلانيانو ته په باغونو کې د سهارنی تمرين د کتلو په اړه خدمتي لينونه برابر کړې دي. دوی له دې لارې نه يوازی د چين د دوديز کلتور، بلکې په بېجينګ کې د عامو وګړيو د ژوند په اړه معلومات تر لاسه کولای شي.