د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د چين د نړيوالې راډيو معلوماتی سيالی
د دغی سيالۍ په اړه معلومات

د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې دوبنی سپورتي لوبې به د ٢٠٠٨ کال د اګيست په مياشت کې په بېجينګ کې تر سره شي. د چين نړيواله راډيو د اولمپيک روحيې د خپرولو او د اوريدونکو له خوا د دغو لوبو په اړه د معلوماتو د تر لاسه کولو د لپاره  د ٢٠٠٧ کال د نوامبر له لومړی نېټې څخه په ټوله نړۍ کې د دغو لوبو په اړه  معلوماتی سيالی تر سره کړي. دغه سيالی به نيم کال دوام ومومي چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې ډېر ملاتړ ور سره دی.

 پيل
سيالی پيل شوه، د دغې سيالی ستره  جايزه تر
ښايی ته به دغه جايزه تر لاسه کړي.
د دغی سيالی دستور

دغه سيالی د فو وا په نامه د بختورو نانځکو د تصويرونو د مختلفو برخو د يو ځای کېدو د لوبې، په انټرنيټ کې د پوښتنو د ځواب ورکولو او زما په زړه کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ګډون له درېو برخو څخه جوړيږی. برخوال يوازی د نانځکو د تصويرونو د بېلا بېلو برخو د يو ځای کېدو په لوبې کې برياليتوب تر لاسه کړي، نو وکړای شی چې په انټرنيټ کې پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره ګډون وکړی. په انټرنيټ کې د پوښتنو ځواب ورکولو په برخه کې اته پوښتنې شته، که تاسی پوره پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړي، نو د لويې جايزې تر لاسه کولو فرصت به کړي.
د دغې سيالۍ د ګټونکو لپاره لومړی، دوهمه او دريمه جايزه ټاکل شوي دی او د ځانګړيو جايزو اخيستونکی به د لومړنۍ جايزو له اخيستونکو څخه وټاکل شي.
 د سيالی وخت  د ٢٠٠٧ کال د نوامبر له لومړی نېټې نه د ٢٠٠٨ کال د می تر لومړی نېټې پورې دوام لري.
 د جايزې تګلارهد  د ځانګړيو جايزو اخيستونکی به زموږ د راډيو په بلنه د ٢٠٠٨ کال په جون کې بېجينګ ته سفر وکړي. په هغه وخت کې به دغه اخيستونکی د اولمپيک لوبو له لوبغاليو څخه ليدنه او د چين له مشهورو لوبغاړيو سره خبرې اترې وکړي. د نورو جايزو اخيستونکی به زموږ د راډيو لخوا د يادونې بېلا بېل سوغاتونه تر لاسه کړي
پام وکړي  تاسی بايدپه جدی توګه خپل معلومات موږ ته راوليکۍ څو چې موږ د جايزو د تر لاسه کولو خبر درکړو. د جايزو د اخيستونکو ليست به زموږ راډيو په ويب پاڼه کې هم خپور شي
ځانګړی خبرتيا: د دغی سيالی کوربه خواوی د جايزو د ټاکلو او معرفی کولو وروستی حق لري. .

کوربه ارګان: د چين نړيواله راډيو
ملاتړی ارګان: د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه
پلی کونکی ارګان: د چين د نړيوالې راډيو ويب پاڼه