٢٠٠٨ کال د مې په ١٢ نېټه د چين په لوېديځ سه چوان ولايت کې د ٨ درجې زلزله وشوه. د چين خلک اوس له خپلې وسې سره سم د ژغورنې کارونه کوي.
پر همدی مهال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ګڼ شمېر انټرنېټ کاروونکيو خپلې نېکې هيلې او پوښتنې موږ ته رالېږلې دي. دوی هيله لري چې د دغې زلزلې په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي. نو له همدې امله موږ پر انټرنېټ پاڼه دغه خبري غونډه جوړه کړه. که تاسی غواړي چې اړوند پوښتنې وړاندې کړئ، مهربانی وکړئ چې د پوښتنې کولو په سيمه کې خپلې پوښتنې وليکئ. موږ به کوشش وکړو چې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړو. د زلزلې او ژغورنې په اړه ځينو مسلکی پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره به ښايي موږ لومړی ستاسې پوښتنې اړوندو کارپوهانو ته ورکړو او ورپسی به ځوابونه تاسو ته وړاندې کړو.
په چين کې له زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو سره ستاسې د پاملرنې او خواخوږۍ څخه ډېره مننه کوو.
CRI Oline
د پوښتنې کولو سيمه
د معلوماتو خپرونې سيمه