<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-16 15:33:28    
اوروموچی ښار د تيان شان غرونو په منځ کښي د مرغلرې حيثيت لری

cri
اوروموچی ښار د چين د سينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی مرکز دی او د يوه ځلانده شنه زمرد غوندی د تيان شان غرونو په لمنو د بيابانو په منځ کښي واقع دی ٠ ويلي شو چه پرته د تيان شان غرونو د واورو او کنګل څخه د ويلی شويو اوبو نه ښکلي اوروموچی به نه وی او په بله ژبه د دغو اوبو په اتکا د اوروموچی د بيلا بيلو قومونو د خلکو د ژوند بنيادی اړتياوی پوره کيږی ٠ که څه هم اوروموچی د چين په شمال لويديځه سرحدی سيمه کښي پروت دی - خو د اسيا د لويی وچی د جغرافيايی مرکز په حيث شهرت هم لری ٠ د يون فون علاقه دارۍ په يوه کلی کښي چه د اوروموچی د جنوب لويديځ څخه ٣٠ کيلو متره فاصله لری د انګريزی حروف ای په شکل تور رنګه مجسمه ولاړه ده چه په سر يی يو فليزی توپ ليدل کيږی او د توپ لاندنی ټکی د اسيا د مرکز دقيق موقعيت ګڼل کيږی ٠ اوروموچی هم د نړی هغه ښار دی چه د سمندر نه ډير لری دی چه د ښار د هری خوا نه سمندر ته دوه نيم زره کيلو متره فاصله لری ٠ څرنګه چه اوروموچی له سمندر نه ډير لری دی او خاص جغرافيايی موقعيت لری دغه راز دغه ښار د اسيا او اروپا د ډيرو وچو ځايونو مرکز او اقليم يی ډير وچ او اورښت يی ډير کم دی نو هغو سيلانيانو ته چه د هيواد د نورو ځايونو نه اوروموچی ته ځی – د باران په ضد سامانونه لکه چتری ته هيڅ اړتيا نه پيدا کوی ٠ د توجه وړ خبره دا ده چه د سينجيانګ په بي پايه صحرا کښي زيات جګ جګ غرونه ولاړ دی ٠ د دغو جګو غرونو څوکی په واورو پټی دی او د هوا د ګرمۍ له امله واوری ويلي کيږی چه اوبه يی پټيو ته خړوبيږی او د خلکو د ژوند او د ښار دابادۍ دپاره زمينه مساعده کوی ٠ اوروموچی ته نژدی د تيان شان غرونه د اوبو داسي طبيعی برج دی چه اوبه يی هيڅکله نه ختميږی ٠د تيان شان غرونه د يوه ښامار غوندی د پامير په لوړه کښي شمالی خوا ته غزيدلی او بيا يی د يوه خنجر په شان سينجيانګ په دوو برخو پری کړی دی ٠ د تيان شان غرونه د اوروموچی په شاوخوا کښي ولاړ دی ٠ دوهمه لوړه څوکه يی چه بوکدا نوميږی او جګوالی يی ٥ زرو ٤ سوو ٤٥ مترو ته رسيږی اوروموچی ته نژدی په هسکه غاړه ولاړه ده ٠ ددی څوکی د لومړی لمبر يخچال نه ويلی شوي واورينی اوبه اوروموچی سيند ته بهيږی او د اوروموچی ښکلی ښار ددی سيند په دواړو غاړو کښي اباد شوی دی ٠ پوښتنه دا ده چه ايا د تيان شان غرونو ټول يخچالونه ويلی کيږی ؟ ځواب يی منفي دی ٠ تيان شان غرنی سيمه په چين کښي د يخو سيندونو څخه جوړه شوی لومړی لويه غرنی سيمه ده او د نهو زرو پنځه سوو مربع کيلو مترو په مساحت ٦ زره ٨ سوه ٩٠ يخ رودونه پکښيبهيږی او د يخونو د ويلی کيدوحجم يی ٨ زرو ٧ سوو مليونو مکعبو مترو ته رسيږی ٠ دغه لوي يخ سيندونه دمځکنی کری د جاذبی قوی او فشار تر رول لاندی ورو ورو ښوييږی او واورين خط ته د رسيدونه وروسته د يخو سيندونو مخکښنی برخه د هوا د حرارت د جګوالی له امله اوبه کيږی او وروستنی برخه يی نوره هم اوږديږی ٠ که څه هم په شينجيانګ کښی اورښت کم دی خو په غرنيو سيمو کښي باران نسبتأ زيات دی او په جګو غرونو کښي واوره د ذخيره کيدو نه وروسته په يخ رود بدليږی ٠ نو ويل کيږی چه د تيان شان په غرونو کښي يخ اوواوره د تل دپاره پاتی کيږی ٠ اوروموچي دوه سوه ٦٠ کاله مخکښي د مان چينګ د شاهی سلسلی د امپراطور له خوا د دي هوا په نامه ونومول شو چه معنی يی د درس عبرت دی ٠ څرنګه چه دغه نوم د شينجيانګ د ملی اقليتونو احساساتو ته ضرر رسولی ؤ نو د چين ولسي حکومت په ١٩٥٣ م کال کښي دغه ښار د اوروموچي په نوم بدل کړ چه د ښکلي چمن معنی لري ٠ نن ورځ اوروموچی په يوه عصري لوی ښار اباد شوی دی ٠ په دی ښار کښي ١٣ قومونه ميشته دی او د سياری خلکو شمير يی په هيواد کښي پرته د مرکز بيجنګ نه دوهم مقام نيسي ٠ په دی ښار کښي د بيلا بيلو قومونوخلک په سندرو او نڅاو کښي تکړه دی او د سولی په فضا کښي سره ګډ ژوند کوی ٠ د قومی خلکو د راټؤليدو په وخت کښي موزيک – سندرې – او نڅاوی ددوی حتمی کار دی ٠ ويغوريان او د نورو ملی اقليتونو خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری ٠ نو د اوروموچی په پوهنتونونو کښي درسي کتابونه په ويغوری ژبه او د هيواد په ملی ژبه چاپيږی او استاذان او ښاريان عمومأ هم په څو ژبو پوهيږی ٠ د سينجيانګ ورځپاڼه د چين په ملي ژبه – ويغوری – قذاقی او مغولی ژبو چاپيږی او تي وی پروګرامونه په ٣ ژبو خپريږی او د ويغورې ژبي د لوست پروګرام هم برابرشوی دی چه هره ورځ يوه جمله نندارچيانو ته ورزده کوی ٠ اوروموچی د زياتو قومونو – مذهبونو – ژبو او فرهنګونو مرکز دی او هرکال د خاصو ښيګڼو – جذابو او ښکلو منظرو او تاريخي ځايونو له امله ډير زيات داخلی او خارجی سيلانيان راجلبوی ٠ څرنګه چه د چين سينجيانګ د پاکستان اوافغانستان سره ګډی پولی لری نو ددی سيمی په ځينو ځايونو کښی افغانان او پاکستانيان لږ نه دی چه اکثريت يی په تجاراتو بوخت دی ٠