<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-20 17:04:38    
د بی وزلی غرنی سيمې نجلۍ د بيجنګ په پوهنتون کښی داخله شويده

cri
د چين د تو جا قوم د يو بيوزلی کلی يوې نجلۍ د ټولنې په مرسته په پوهنتون کښی د داخليدو فرصت ترلاسه کړيدی د روان کال په دوبی کښی د جنوبی چين د هو نان ولايت د سيانګ سي د تو جا او مياو قومونو د خودمختارې لويې ولسوالی د يونګ شون ولسوالی کليوالی نجلۍ چن جن يان چه د تو جا په قوم پوری اړه لری، د کانکور په امتحان کښی شپږ سوه يو پنځوس نمرې ترلاسه کړې او د چين د تر ټولو مشهور پوهنتون بيجنګ پوهنتون لخو ا ومنله شوه٠ دا د چن جن يان د کوراو ټولې ولسوالی دپاره يو بی ساری زيری دی ، لکه څنګه چه يو چينی متل وايی له بی وزلی غرنی سيمې څخه ښکلی فينيکس الوتلی دی ٠ د تو جا قوم د چين له پنځه پنځوسو ملی اقتليتونو څخه شميرل کيږی چه نفوس يی تقريبآ پنځه مليونه اوه لکه لس زره تنه دی او په عمده توګه د جنوبی چين د هو نان ، هو بۍ او سچوان ولايتونو په ځينو سيمو کی اوسيږی٠ نجلۍ چن جن يان خپلې کورنۍ ته ښه راتلونکی او وياړ ورساوه٠ که څه هم له يوې خوا خوشحالی وه، خو له بلې خوا خفګان هم په دی کور کښی رامنځ ته شوې٠ ځکه چه د يونګ شون ولسوالی چه نجلۍ چن جن يان پکښی اوسيږی ، يوه غريبه سيمه ده او د خلکو د ژوندانه سويه يی اوس لا هم نسبتأ ټيټه ده، د چن جن يان کور د اقتصادی مشکلاتو په اثر په پوهنتون کښی د هغې د داخليدو د پاره لګښت ونشو برابرولی او پلار ته يی هم مځکې ځای نه ورکاوه ٠ خو په چين کی د بيلا بيلو درجو ولسی حکومتونه او مختلفې ټولنې د ملی اقليتونو د خلکو ډيره پاملرنه کوی او تل له دوی سره مرستې کوی٠ نو کله چه د سيانګ سی د خودمختارې لويې ولسوالی د زراعتی بانک او د يونګ شون ولسوالی د زراعتی بانک مشران نوموړی خبر واوريد، د نجلی چن جن يان ژوند ته ډيره متوجه شول او سمدلاسه يی فيصله وکړه چه له نجلۍ چن جن يان سره مالی مرسته وکړی ترڅو چه هغه د زده کړې دپاره په پوهنتون کښی داخله شی٠ دوی په خاصه توګه د نجلۍ چن جن يان کورته لاړل او هغې ته يی د لسو زرو ژن مين بی يوانو په اندازه بسپنه ورکړه او له هغې څخه يی هيله وکړه چه په پوهنتون کښی په کوشش سره زده کړه وکړی او د خپل اجدادی کور کليوالو ته مايوسی و نه بخښی٠ اوس نجلۍ چن جن يان په بيجنګ پوهنتون کښی داخله شويده او په کوشش سره ډول ډول علمی پوهنې زده کوی ٠ هغه دا څرګنده کړه چه زه زمونږ د ملی اقليتونوله خلکو سره د چين د حکومت له پاملرنې څخه د زړه له کومی مننه کوم، هرومرو به په ښه شان سره زده کړه وکړم او په راتلونکی کښی به د خپلو پوهنو په وسيله د خپل هيواد د ابادۍدپاره خدمتونه ترسره کړم ٠