<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-17 18:18:38    
د اوريدونکو د ليکونو لنډيز ١

cri

رمز - د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو- اسلام دعليکم ٠

زه عنايت الله رمز او وانګ اين خه ددی اونی د پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښي يو ٠البته دا به تاسو ته په زړه پوری وی چه ولی په نننی خپرونه کښي ٢ تنه ويونکی برخه لری ٠

وانګ - : هوکی مونږ د خپلو اوريدونکو د لا خوښۍ او خوشحالۍ په هيله سر له همدی خپرونی څخه مو دا پريکړه وکړه چه وروسته له دی به د مونږ او اوريدونکی خپرونه او د اوريدونکو د ليکونو او ځوابونو ته د دوو تنو وينونکو يا په بله ژبه وياندويانو له خوا په ګډه وړاندی شي ٠ او له نيکمرغه دا شيبه بيا ما ته رارسيدلی چه له رمز صاحب سره يو ځای د خپلو اوريدونکو په خدمات کښي يمه

رمز – ښه - اوس به لومړی ليک راواخلو چه د چا دی ؟

وانګ – دا لومړی ليک چه البته دوه ليکونه دی د کندهار له ولايت څخه زمونږ دايمی اوريدونکی سميل زی ابراهيمی راليږلی او د پښتو خپرونی ټولو کارکوونکو او په خاصه توګه تاسو رمز صاحب ته يی هم ډير ډير سلامونه راليږلی ٠

رمز - مونږ هم پخپل وار سره د دغه ورور دګيډی ګيډی سلامونو او د خپرونی په هکله د نيکو هيلو او پيرزوينو څخه مننه کوو او ور ته ډير ډير سلامونه وړاندی کوو٠ او ابراهيمی صاحبه په خپل ليک کښي نور څه ليکلی دی ؟

وانګ - زمونږ دی اوريدونکی يوه په زړه پوری ټوکه هم راليږلی چه تاسو به يی ولولی

رمز – يوه ورځ يو شاګرد ښوونځی ته ناوخته راورسيد ٠ ښوونکی ور ته وويل چه ولی ناوخته راغلی ! شاګرد په ځواب کښي وويل چه د مور او پلار می جنګ وو نو ځکه ناوخته راغلم ٠ ښوونکی ور ته وويل چه ستا يی د هغو په جنګ څه ! شاګرد وويل : يو بوټ می د پلار په لاس کښي وو او بل بوټ می د مور په لاس کښي وو ٠

رمز– وايی چه مينه په تلو راتلو زياتيږی ٠ کله راځه – کله به زه درځم مينه ٠

وانګ -رمز صاحبه – اوس دی لکه چه لنډی ويلو ته هم پيل وکړ ٠

رمز – نه ! دا زما لنډی نه ده او دا د پښتون ولس لنډی ده چه د کوهاټ د ګهمکول دريم کمپ څخه د اريوب دکلب صدر اقبال بشر دوست اريوبي په راليږل شوې ليک کښي ليکلی ده ٠

وانګ – مونږ د اريوبی صاحب او ددوی د کلب ټولو غړو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ همداشان د اريوبی صاحب د راډيوي سيالی د پوښتنو ځوابي پاڼه هم مونږ ته رارسيدلی چه مونږ به هغه په خپلی راډيويی سيالی کښي شامله کړو ډاډه اوسی ٠

رمز – دا بل ليک د چا له خوا راليږل شوی ؟

وانګ – دا ليک د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار څخه د ننګرهار د طب پوهنځی

محصل او د تڼی ول غږ کلب مشر نيک ولی شاه ء نظامی ء راليږلی مونږ ته يی ډير

ډير سلامونه ليکلی او دا يی هم ليکلی چه زه او زما د پوهنځی نور انډيوالان د سی –ار-ای راډيو د پښتو خپرونی له برکته د چين په هکله ډير معلومات ترلاسه کړی او ستاسی راډيويی مطبوعات هم مونږ ته رارسيدلی ٠

رمز – مونږ هم پخپل وار سره ددی او ددوی انډيوالانو ته سلامونه وړاندی کوو ٠ مونږ به هڅه وکړو چه په راتلوتکی کښي د ښاغلی نيک ولی شاه نظامی په پته راډيويی مطبوعات او نوری مجلی واستوو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

وانګ – نوی کال مو مبارک شه !

رمز – د چينايانو نوی کال خو يوه مياشت دمخه پيل شو او زما په ياد دی چه دلته نوی کال په ډيرو پرتمينو مراسمو سره نمانځل کيږی ٠

وانګ – البته د نوی کال مبارکی زمونږ دايمی اوريدونکی او د صداقت د کلب مشر روحانی صداقت مونز ته د ليک په ترڅ کښي ويلی ده او د خپل ليک سره مل يی يو ښکلي پست کارت چه د بيزوپه عکس ښکلی شوی هم راليږلی ٠

رمز – ښه به دا وی چه خپلو اوريدونکو ته د چينايانو د نوی کال په هکله يو څه معلومات وړاندی کړی چه څه وخت پيل کيږی او سږنی نوی کال د کوم ژوې په نوم ياديږی ٠

وانګ – د رواياتو له مخی د چين د دهقانی جنترۍ سره سم د هرو ١٢ کالو نه يو يو کال د يو حيوان له نوم سره تړل کيږی چه ١٢ ژوی په نوبت سره خپله کلنۍ دنده اجرا کوی چه ترتيبات يی په دی ډول دی – موږک – غوا –ببر – سوي – ښامار – مار – اس – پسه – بيزو – چرګ – سپی –او سرکوزی ٠ دغه ترتيبات په ١٢ کالو کښي يو وار تماميږی ٠ د سږ کال دنده د بيزو په غاړه ده نوسږ کال د بيزو کال په نامه ياديږی ٠ دغه جنتری قانون د قبلالميلاد ٦ مي پيړی يعنی د ٢٦٠٠ کالو نه دمخه رامنځ ته شو ٠

رمز – مخکښي له دی نه چه تاسوته مو د نوی کال په هکله معلومات وړاندی کړی زمونږ نورو اوريدونکو ته د پاکستان د جنوبی وزيرستان دواڼه نه د ازاد محمود د کلب صدر او ملګرو يی هر يوه صدر غازی خان سيال –ضياءالرحمن ډوګوال – زينالله مغل خيل – صلاح الدين- ايوبی او د کلب نوی غړی رحمتالله خاموش هم د نوی کال له امله او هم يی د چين د فضايی بيړۍد بريالی تګ راتګ له امله مبارکی ويلی ده ٠

وانګ – ډير ښه ، د نوموړو ټولو اوريدونکو سلامونو ته وعليکم وايو او له تودو مبارکيو نه يی مننه ٠

وانګ– ګرانو اوريدونکو- ددی دپاره چه محترم اوريدونکی د چين د بينالمللی راډيو سره اړيکی لا زياتی ټينګی کړی –د سي – ار –ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او چين او يا د پاکستان او چين په باب د مقالو سيالی ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه د خپل وطن او چين په باب يوه مقاله وليکۍ او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالی له لاری د چين او افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو روابطو په باب د خپلو نظرياتو تبادله وکړی ٠ هيله لرو چه محترم دوستان په دی سيالی کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به د راليږل شويو مقالو د کتلو نه وروسته لومړی – دوهمه او دريمه درجه جايزه وټإکو او وبه يی ويشو ٠ او ځينی ښې مقالې به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي نشرکړو او په راتلونکی راډيويی مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو٠

رمز - مهربانی وکړۍ چه خپلی ليکل شوی مقالی د اپريل تر ٣٠ می نيټی پوری مونږ ته راوليږۍ ٠ او د نوموړی نيټی نه وروسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠

وانګ – هو ! مونږ به راپاتی ليکونو ته په راتلونکو خپرونو کښي ځواب وړاندی کړو ٠ مونږ له خپلو اوريدونکو څخه دا هيله کوو چه که چيری مونږ ته ليکونه رااستوی هرومرو په ډير واضح او څرګند ډول وليکۍ ځکه که مونږ د خپلو اوريدونکو ليکونه په ښه شان سره ونه شو لوستلای نودا به هيڅ امکان نه وی چه داسي ليکونه زمونږ په پروکرام کښي خپاره شي او په سمه پته دغو دوستانو ته ځوابی ليکونه ور وليږل شي ٠

رمز- د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی پته دا ده : د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجنګ – د چين ولسي جمهوريت ٠ د تلفون لمبر يی 00861068892656 او يا 00861068892631

وانګ – ښه - اوس دمونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځاي پای ته ورسيده خوشحاله واوسۍ ٠