<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-19 17:16:32    
د اوريدونکو د ليکونو لنډيز ٢

cri

رمز- د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ډيرو عزتمنو دوستانو ! اسلام وعليکم ٠

 وانګ – د يوی اونی په تيريدو سره دا دی -زه وانګ اين خه او زما همکار او پښتو کار پوه عنايتالله رمز د همدی خپرونې په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښي يو

٠ رمز – هو ! وانګ جانی – څرنګه چه معلوميږی د خپرونی وخت ډير لږ او د اوريدونکو ليکونه زيات دی ٠ نو ددی دپاره چه زمونږ خلک يو متل وايی چه " نه سيخ وسوزی او نه کباب " نو داسي به وکړو چه د اوريدونکو ليکونو ته به لنډ لنډ ځوابونه ووايو تر څو وکولای شو د ډيرو ليکونو د خپرولو چانس ترلاسه کړو يعنی هم به مونږ خوشحإله او هم به اوريدونکی خوشحاله اوسی

٠ وانګ – سمه ده – له ډيرو اوږدو خبرو نه به تير شو او زه به دا لومړی ليک راواخلم چه د چا له خوا مونږ ته راليږل شوی دی ؟ رمز – زمونږ محترم ورور روحانی صداقت دا لنډۍ راليږلی چه وايی – سلام دی راغلی ته رانه غلی – وا به دی نه خلم بی ديدنه سلامونه وانګ – له دی لنډۍ څخه داسی معلوميږی چه روحانی صاحب غواړی له مونږ سره له نژدی وګوری که څنګه ؟

رمز – هو ! روحانی صاحب ليکلی چه زما د ډير وخت نه دا ارمان دی چه د چين ولسي جمهوريت ته سفر وکړم او د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی له ټولو کارکوونکو سره له نژدی نه وګورم ٠ خو تر اوسه پوری زما دا هيله نه ده ترسره شوی

٠ وانګ – روحانی صاحب ته دا ويل غواړو چه مونږ هم دغه هيله لرو چه د خپلو اوريدونکو سره له نژدی نه وګورو ٠ خو هغه څه چه زمونږ په وس کښې پوره دی همدا د راډيو څپی دی چه يوازی کولی شو د خپلو راډيويی څپو او ليکونو په واسطه له خپلو اوريدونکو سره اړيکی وساتو ٠ سره له دی مونږ به هم کوشش وکړو چه دغه ګډه ارزو تر سره کړو ٠

 رمز – که چيری ددی وخت مو ترلاسه کړو چه يا مونږ افغانستان يا پاکستان ته سفر وکړ او يا تاسو چين ته راشی نو هرو مرو به سره وګورو ٠ خوشحالی مو غواړو ٠

 وانګ – رمز صاحبه – دا اوږد او د ښکلی خطلرونکی ليک زمونږ کوم اوريدونکی راليږلی ؟

 رمز – وانګ اين خه جانی ! دا ليک د افغانستان د زابل ولايت د اومکی کلی له ګوړبايې څخه محمد طاهراحمدزی ؛د اومکيوال د کلپ مشر او ملګرو يی عبدالقادر ،محمد قاسم ،عصمت الله او حميدالله جان راليږلی دی ٠

 وانګ - دوی په ليک کښي څه ليکلی ؟ رمز – دوی ټولو خو لومړی مونږ ته ډير او تاوده سلامونه او نيکی هيلی راليږلی او بيا يی زياته کړی ده چه هيله ده چه زمونږ ليک په خپلو راډيويی څپو کښي خپور کړی

 وانګ – مونږ خپلی ښی هيلی او تاوده سلامونه دوی او ددوی د کلپ ټولو غړو ته وړاندی کوو ٠ زمونږ په راډيويی سيالی کښي ددوی د ګډون او د راډيويی مسابقی د پوښتنی پاڼی په هکله بايد ووايو چه که چيری د تيرې مسابقی پوښتنی پاڼی دوی ته نه وی رسيدلی نو د راتلوتکی راډيويی سيالی پوښتنی پاڼی به هرومرو وليږو او د نوی کال جنترۍ او مجلی به هم د ليک په واسطه ستاسو په پته درواستوو ٠ خوشحاله اوسۍ ٠

 رمز – د پاکستان د کوهاټ څخه زمونږ اوريدونکی رحيم خان مجروح خپل لومړی ليک رااستولی او د ليک په لومړی سر کښي يی تاسو ته داسی ليکلي : وانګ – څه يی ليکلی ؟

 رمز - زمونږ دغه ورور ليکلی چه محترمی وانګ اين خه صيبی روغه جوړه اوسی ٠ اسلام عليکم ٠ البته که څه هم زمونږ ددغه اوريدونکی پخپله وينا د ا لومړنی ليک دی خو زمونږ د راډيو پښتو خپرونی له ډيره وخته اوری او په دی توګه ستاسو نوم يی لا تر اوسه نه دی هيرکړی ٠ همداسی ده به که نه ؟

وانګ – هو ! زه همداسې فکر کوم – زمونږ ډير اوريدونکی شته چه ليک نه رااستوی خو زمونږد خپرونو سره مينه او علاقه لری ٠ لکه همدا رحيم خان مجروح ٠ زه ددوی د نيکو هيلو او تودو سلامونو څخه ډيره مننه کوم او مونز به هڅه وکړو چه د خپرونی په هکله ددوی د ښو نظريواو معقولو وړانديزونو څخه ګټه واخلو٠

رمز – ښاغلی رحيم خان مجروح صاحب په خپل ليک دا غوښتنه هم کړی ده چه زه غواړم د پاکستان په مطبوعاتو کښي د چين د بينالمللی راډيو او پښتو ويونکو او کارکوونکوپه اړه يو مفصل رپوټ خپور کړم او له همدی امله يی د همدی ليک په ملتيا ١٩ پوښتنی هم رااستولی نو تاسو به وکولاي شی چه نوموړو پوښتنو ته ځواب برابر اود پوستی له لاری يی د هغوی په پته وليږی ٠

وانګ – هو ! زه به حتماْپه يو مناسب وخت کښي د خپل دغه ورور پوښتنو ته ځواب برابر کړم او بيا به يی د هغوی په پته واستوم ٠

رمز – ستاسو ددی ډاډ څخه به نه يوازی زمونږ نوموړی اوريدونکی مننه وکړی بلکه زه هم مننه کوم او په دی دنده کښي ستاسو برياليتوب غواړم ٠ وانګ – تاسو به رمز صاحبه ! دا ليک ولولۍ چه زمونږ د راډيو د کوم اوريدونکی له طرف رارسيدلی دی ؟

رمز – دا دوه ليکونه دی چه د پيشاور د صوبه سرحد د نصرت مينی څخه زمونږ د نوی اوريدونکی ښاغلی سيد جمال فاطمی له خوا رارسيدلی دی ٠ زمونږ دغه ورور په لومړی ليک کښي ليکلی چه دا می ستاسو په پته يعنی زمونږ په پته راليږلی دی ٠

وانګ - نو مونږ به فاطمی صاحب ته دا ډاډ ورکړو چه دواړه ليکونه يی دا دی زمونږ په لاس کښي دی ٠ سلامونو ته يی وعليکم به ووايو او ډير خوشحإله شولو چه زمونږ راډيويی خپرونی په ډير شوق سره اوری ٠

رمز – البته په راتلونکی کښي به دی اوريدونکی ته مجلی او جنتری هم واستوو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

وانګ –ګرانو اوريدونکو ! ددی دپاره چه محترم اوريدونکی د چين د بينالمللي راډيو سره اړيکی لا زياتی ټينګی کړی – د سي ار ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او چين او يا د پاکستان او چين په باب د مقالو سيالي ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه د خپل وطن او چين په باب يوه مقاله وليکۍ او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالۍ له لاری د چين او افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو روابطو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړی ٠ هيله لرو چه محترم دوستان په دی سيالی کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به ا راليږل شويو مقالو د کتلو نه وروسته لومړی – دوهمه او دريمه درجه جايزه وټاکو او وبه يی ويشو ٠ او ځينی ښې مقالې به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي خپرې کړو او په راتلونکی راډيويی مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو ٠

رمز – مهربانی وکړۍ چه خپلی ليکل شوی مقالی د اپريل تر ٣٠ مي نيټی پوری مونږ ته راوليږۍ او د نوموړی نيټی نه وروسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠

وانګ – زه داسی فکر کوم چه د خپرونی وخت پاي ته رسيدلی که څنګه ؟

 رمز – هو ! همداسی ده مونږ به دا پاتی ليکونو ته په راتلونکو خپرونو کښي ځواب وړاندی کړو ٠ البته اوريدونکی خو هم له مونږ څخه نه خپه کيږی ځکه ليکونه ډير او د خپرونی وخت لږ دی ٠ خو يوازی د خپلو اوريدونکو څخه دا هيله کوو چه که چيری مونږ ته ليکونه رااستوی هرومرودی ډير واضيح اوڅرګنده وليکۍ ٠ ځکه که مونږ دخپلو اوريدونکو ليکونه په ښه شان سره ونه شو لوستلای نو له ډيرو غلطيو سره به خپاره شي چه په دی ډول نه به مونږ پری ښه پوه شو او نه به اوريدونکی ٠

وانګ – ښه ! د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځاي پای ته ورسيده ٠ خوشحاله اوسۍ ٠