<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-22 10:19:50    
د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی له خوا اوس د چين او افغانستان او د چين او پاکستان په باب د مقالو سيالی جاري روانه ده ٠

cri

واورئ رمز - ګرانو دوستانو او ډيرو قدرمنو اوريدونکو – اسلام وعليکم ٠ نن هم د جمعی ورځ ده او د شنبی شپه په راتلو ده او تاسو به هم خپلو راډيوګانوته ناست او د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په تمه ياست ٠

وانګ – هو ! بيا هم زه وانګ اين خه او تاسو عنايت الله رمز د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښي يو ٠ رمز صاحبه ! د اوريدونکو د انتظار شيبی به پای ته ورسوو او د اوريدونکو د ليکونو او هغوی ته د ځوابونو په ويلو به پيل وکړو ٠

رمز – سمه ده ٠وانګ اين خه ! د معمول سره سم په دی اونی کښي هم مونږ ته يو زيات شمير ليکونه رارسيدلی او دا لومړی ليک د ميرانشا نه د خوستوال کلب څخه زمونز پخوانی دوست او اوريدونکی ښاغلی سيدالله خان همت خوستوال راليږلی او د سلامونو د ليکلو په ترڅ کښي يی له مونږ نه ګيله هم کړی ده ٠

وانک – د دغه ورور ګيله څه ده ؟

رمز – زمونږ دی اوريدونکی ليکلی چه د يو څه بوختيا له کبله می تاسو ته ليک نه دی استولی خو راډيو تل اورم ٠ مګرستاسو له خوا زما هيڅ پوښتنه نه ده شوی او نه مو ماته ليک رااستولی دی ٠

وانګ – د سيدالله خان همت خوستوال سلامونو ته وعليک وايو ٠ که څه هم ستاسو ليکونو راليږل يو څه کم شوی خو دوستی مو نه ده کمزوره شوې - لکه چه تاسو پخپله په دی متل کښي را لنډه کړی ده چه وايی – دوستی چه څومره زړيږی هومره پخيږی ٠

رمز – هغه داسي ليکلی چه په دی خاطر چه زمونږ او ستاسودوستی پخه شي يو قيصه وايم –دا چه ما په خپل ميلمستون کښي ستاسو مجلی او پروکرام پاڼی او نور مواد ځوړند کړی وو – د اختر په شپو ورځو کښي می يو زيات شمير دوستان له افغانستان څخه راغلی وو ٠ کله چه دوی زما حجری ته راننوتل نو سترګی يی ستاسو په مجلو ولګيدی چه هر يوه هره مجله او پروګرام پاڼی په دقت سره وکتلی چه دوی ور څخه زيات خوښ شول او زما سره يی د چين د راډيو په باب مفصلی خبری وکړی ٠ ما هم دوی ته لازم او اړوند معلومات او ادرسونه ورکړل ٠ دوی وويل چه له دی نه وروسته به د چين راډيو واوری

٠

وانګ- مونږ په دی مناسبت ډير خوشحاله شولو او ددوی د تودو احساساتو څخه مننه کوو٠ دغه راز دغه دوست په ليک کښي دا هم ليکلی چه زماد کلب نوم د خوستوال په ځای ا ستقلال غوره شوی دی ٠ مونږ ددوی نوی نوم ته مبارکی وايو او ددوی کاميابی غواړو ٠

رمز – دا بل ليک دافغانستان د خوست ولايت څخه د افغان پوهنتون د طب دپوهنځی د دوهم سمستر محصل خان زمان مطمئن تڼيوال رااستولی او د سي ار ای د پښتو خپرونی ټولو کارکوونکو ته يی ګيډی ګيډی سلامونه هم ليکلی دی ٠ هغه په ليک کښي داسی ليکلی چه پخوا می ډير ډير او منظم ليکونه – شعرونه – ټوکی ټکالی او نور ګټور مضامين درليږل خو اوس يو څه وخت کيږی چه په ليکونو کښي می ځنډ راغلی دی ٠ علت يی دا دی چه پخوا زه د ميرانشاه په ډګری کاليج کښي محصل وم خو اوس د خوست د پوهنتون د طب د پوهنځی محصل يم ٠ زه او د کوټی ټول ملګری مو ستاسو خپرونی اورو ٠

وانګ – مونږ هم په خپل وار سره تڼيوال صاحب او دده ټولو ملګرو ته ګيډی ګيډی

سلامونه وړاندی کوو او ددوی د ليک نه داسی څرګنديږی چه د خوست په ولايت کښي د پوستی له لاری د ليکونو راليږل يو څه ستونزمن کار دی ٠ دا ځکه چه هلته د پوستی چاری په پوره توګه معياری نه دی شوی ٠ مونږ هم هيله لرو چه د افغانستان د بيا ابادۍ په بهير کښي دغه ستونزه له منځه لاړه شي او زمونز او ستاسو تر منځ قلمی روابط له سره ټينګ اوتاوده شي ٠

رمز – هو ! مونږ د تڼيوال صاحب دا ستونزه پوره درک کولی شو ٠ خو ددوی په شان مونږهم دا هيله کوو چه د افغانستان په ټول هيوادکښی دائيمی سوله او امن ټينګ کړی شی ترڅو د هيواد د بيا رغونی او سمسورتيا کارونه ګړندی شي چه ددی تر څنګ به پوستی نظام هم ورغول شي ٠

وانګ – دا چه تڼيوال صاحب او دده ملګرو مونږ ته د راډيويی سيالی ځوابی پاڼی په خپل وخت و نه شوای کړی چه راواستاوی خو زمونږ هيله دا ده چه په راتلونکو سياليو کښي هرومرو ګډون وکړی ٠ همداشان مونږ به هڅه وکړو چه مجلی او نورخپاره شوي مطبوعات ستاسو په پته دروليږو ٠ خوشحاله اوسي ٠

رمز – دا ليک هم د شمالی وزيرستان دايجنسی ميرانشاه څخه زمونږ د راډيو نوی اوريدونکی او د نوی کلب مشر فريدالله فائيز راليږلی اوپکښي يی داسی ليکلی چه د چين بينالمللی راډيو ټولو کارکوونکو ته د زړه له کومی سلامونه او نيکی هيلی وړاندی کوم او هيله لرم چه تاسو هم زمونږ د کلب سره رابطه وساتی ٠

وانګ – د فائيز صاحب د کلب غړی څو تنه دی ؟ او پر خپل دغه نوی کلب باندی يی کوم نوم ايښی دی ؟

رمز – دوی په خپل ليک کښي ليکلی چه زمونږ د کلب نوم ( قلم او کتاب ) دی او د غړو شمير يی ديرشو تنو ته رسيدلی دی چه ټول زه کوونکی دی او زه پخپله دولسم ټولګی زده کوونکی يم٠

وانګ – د محترم فائيز د کلب ددی فرهنګی او د پوهنی ښکلی نوم نه دا څرګنديږی چه دوی د قلم او کتاب سره ډيره مينه لری ٠ مونږ د زړه له تل نه هيله لرو چه د خپلو ملګرو سره يو ځای د قلم او کتاب نه پوهه ترلاسه کړی او خپله دغه پوهه د خپل هيواد د سمسورتيا او د خپلو هيوادوالو د سوکالی په لاره کښي په کار واچوی٠

مونږ ددوی د نورو نيکو نظرونو او د دوستۍ نه د ډکو ليکونو نه مننه اداٌ کوو ٠

رمز - وانګ جانی – ګوره هغه په ليک کښي يوه پوښتنه کړی ده چه ايا مونږ کولای شو چه په چين کښي تعليم حاصل کړو ؟

وانګ – ولی نه ؟ خو دوی بايد په پاکستان يا افغانستان کښي د چين لوي سفارت ته دغه غوښتنه وړاندی کړی اود چين د سفارت مامور به په دی باره کښي مربوط اصول او معلومات ور ته څرګند کړی ٠ کاميابی مو غواړو ٠

رمز - د پاکستان د بلوچستان د چمن څخه زمونږ د دائيمی اوريدونکی رحم الدين رحمانی څخه مننه کوو چه بيا يی هم د تل په شان مونږ ته ليک رااستولی او په راتلونکی کښي به هم ددوی دليکونو انتظار باسو او مونږ به هم کوشش وکړو چه ددوی په پته مجلی او نور خپاره شوی مطبوعات وروليږو٠

وانګ – ګرانو اوريدونکو – ددی دپاره چه محترم اوريدونکی د چين د بينالمللی راډيوسره اړيکی لا زياتی ټينګی کړی د سي ار ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او يا د پاکستان او چين په باب م مقالو سيالي ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه دخپل وطن او چين په باب يوه مقاله وليکۍ او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالۍ له لاری د چين او افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو روابطو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړی ٠ هيله لرو چه قدرمن دوستان په دی سيالي کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به د راليږل شويو مقالو د کتلو نه وروسته لومړی – دوهم او دريمه درجه جايزه وټاکو او وبه يی ويشو ٠ او ځينی ښې مقالې به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي خپری کړو او په راتلونکی راډيوي مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو ٠

رمز – مهربانی وکړۍ چه خپلی ليکل شوې مقالی د اپريل تر ٣٠ می نيټی پوری مونږ ته راوليږۍ او د نوموړی نيټی نه ورورسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠

وانګ – زمونږ پته دا ده : د چين بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجينګ د چين ولسي جمهوريت

٠

رمز - د تليفون لمبر يی 008610 68892656 او يا 00861068892631

وانګ – ښه اوس د مونږ او اوريدونکی د نن شپی خپرونه پای ته رسيږی ٠ ستاسو کاميابی غواړو ٠