د سي ار ای د راډيوګرانو اوريدونکودوستانو ،سر له نن نه تاسي نه يوازي د راډيويي څپو ،بلکه دانترنيټ له لاری هم چينايي ژبې زده کولای شئ . خو په دي بهير کی زمونږ لپاره تر ټولونه يوه ګرانه او مشکله خبره خپلو اوريدونکو او د انترنيټ دوستانو ته د چينايي ژبې د الفاظود صحيح تلفظ په ګوته کول دي . ځکه چه چينايي ژبه په بنيادي توګه د حروفو په ځاي په مختلفوڅلورو اوازونو ولاړه ژبه ده . په دي لړکی مو د مختلفوڅلورو اوازونو لپاره مختلف څلورعلامات مقرر کړي دي . که اوريدونکی دوستان دا علامات په ښه شان سره ذهن نيشن کړي ، نوهغوي به د چينايي ژبې په صحيح تلفظ تر ډيره حده پوري عبور حاصل کړي .
|