<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-25 21:34:18    
په افغانستان کښي نوی کال پيل شو

cri

وانګ – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو ! دا دی د سلام په وړاندی کولو سره زه وانګ اين خه او عنايت الله رمز ددی اونی خپرونه ستاسو د خوشحالۍ په هيله پيل کوو ٠

رمز – که ستا خوښه وی نو نننی خپرونه به په څو لنډيو پيل کړو ٠

وانګ – لنډۍ د څه دپاره ؟

رمز – وانګ جانی ته به هم خبره يې چه د مارچ په ٢٠ مه نيټه په افغانستان کښي د نوی کال لومړی ورځ وه او په دی توګه ١٣٨٣ هجری لمريز کال همدا څو ورځی د مخه پيل شوی دی ٠

وانګ – نو مهربانی وکړه چه د همدی نوی کال په مناسبت خپلی لنډۍ ولوله ٠

رمز – ډير ښه !

نوی کال مو مبارک شه * چه پکښي جوړ دی داسي ستر ستر محفلونه

نوی کال په وطن راغی * ځکه بلبل د خوشحالی اواز کوينه

دا علامه د نوی کال ده * جنکی د سرو شنډو په سر خندا کوينه

دا علامه د نوی کال ده * په هره لوری ده خندا ورک دی غمونه

نوی کال دی خوشحالی ده * قاصده وايه زما ليلا ته سلامونه

وانګ – داسی څرګنديږی چه دنوی کال په رارسيدو سره هلته يعنی په افغانستان کښي خلک ډير خوشحاله وی ٠

رمز – هو ! همداسی ده – په افغانستان کښي نوی کال د پسرلی له راتګ سره جوخت پيل کيږی ٠ په دی توګه د نوی کال لومړی ورځ د پسرلی لومړی ورځ هم ده ٠ په

همدی لومړی ورځ په ټول افغانستان کښي عمومی رخصتي وی ، دی ورځی ته د بزګراو نوروز ورځ هم ويل کيږی ٠ د بزګر او نوروز په ورځ غونډی او محفلونه جوړيږی ٠ د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کښي دسخی جنډۍ د پورته کولود مراسمو دپاره د ټول هيواد اٌن د بهرنيو هيوادونو څخه ميلمانه هم ورځی او د جنډۍ د پورته کولو سره سم د ګل سرخ يا سرو ګلانوميله هم پيل کيږی چه دغه ميله څو ورځی دوام کوی ٠

د هيواد په مرکز کښي هم د سخی د جنډۍ د پورته کولو مراسم او د هيواد په مرکزاو ولايتونو کښي د بزګر د ورځی په مناسبت غونډی او محفلونه جوړيږی چه د مزګرانو د کار او زيار څخه درناوی کوی ٠

د نوی کال په لومړی ورځ خلک يو او بل ته مبارکی وايی ، نوی جامی اغوندی او د سبو په شمول خوندور خواړه پخوی ، ميلی کوی د کور نه د باندی کروندو او غونډيو ته ورځی ترڅو د پسرلی د راتګ له امله خپلی خوشحالی څرګندی کړی ٠ په خلاصه ډول بايد ووايم چه د فلکلورېک موسيقی ،ډرامو اونورو ډول ډول ميلو ، غونډو ، محفلونو او د يو او بل کور ته د تګ راتګ په ګډون په ښه شان سره د نوی کال هرکلی کوی ٠

وانګ – رمز صاحبه ! ستا ددی لنډو معلوماتو نه مننه او مونږ ټول دا هيله لرو چه دا نوی کال د ټولو افغانانود پاره د سولی ،سوکالۍ ، سمسورتيا او بيا ابادۍ کال وی ٠

رمز – اوس به لومړی ليک راواخلو چه زمونږ د کومو اوريدونکو له خوا رااستول شوی دی ؟

وانګ – ليکونه څه چه د ليکونو تر څنګ زمونږ ډيرو اوريدونکو د تيرو اخترونو او

نوی کال په مناسبتونو د مبارکی ډير ښکلی پوست کارتونه راليږلی دی ٠ نوموړی پوست کارتونه د صوبه بلوچستان چمن څخه محمد عيسی وفا ، د صوبه سرحد مردان څخه محمد عثمان مردانوی ، د پيښور د حيات اباد څخه محمد داؤد حيرت جبارخيل او د المجاهد کلب چمن څخه محمد شريف شهزاد ، قاری دور محمد مجاهد، عبدالمنان حقيار او احمد الله احمدی له خوا مونږ ته رارسيدلی دی ٠

رمز – دغه راز محمد داؤد حيرت جبارخيل د پوست کارتونو سره مل په سپين غر ورځپاڼه کښي خپل خپور شوې ٌ د چينی ليکوالو سره د سرحد د ليکوالو مينه ٌ تر سرليک لاندی مضمون او ٌد چينګ شه هوانګ ستر يادګارٌ تر سرليک لاندی يو بل مضمون هم راليږلی دی ٠

وانګ – مونږ د جبارخيل صاحب ددی مينی او ښو اړيکو څخه مننه کوو او د ليکوالی په کار کښي ور ته لا نور هم برياليتوبونه غواړو ٠ ددوی د ليکل شوی غوښتنی په هکله بايد ووايو چه که چيری په راتلونکی کښي مونږ ته دا امکان پيدا شي چه تاسو له مونږ سره د خبريال په توګه کار وکړی مونږ به له تاسو سره تماس ونيسو خو په اوس وخت کښي مونږ په دی هکله لا کومه پريکړه نه ده کړی ٠ ستاسو دنورو ليکونو په تمه ٠

رمز – د کويټی د ښار نه محترم نعمت الله تړون زمونږ ډير نژدی دوست دی او لا پخوا يی له مونږ سره کلکی اړيکی ټينګی کړی او زيات ليکونه يی راليږلی دی هغه د خپل وروستی ليک په ترڅ کښي ٌ دوړی ژبی د ورکيدو پر لوری ٌ تر سرليک لاندی يو ژباړل

شوی مضمون هم راليږلی چه ور څخه مننه کوو ٠ ددوی د نورو ليکونو او مضمونونو په تمه ٠

وانګ – دا وروستی ليک د پاکستان د صوبه سرحد د مانسهر نه د چين د بينالمللی راډيو ډير پخوانی دوست او اوريدونکی ښاغلی ډاکتر امير سلطإن شاهد راليږلی ٠ د سلامونو په ترڅ کښي يی د مونږ ټولی خپرونی ډيری ستايلی دی ٠

رمز – سلامونو ته يې وعليک وايو او د ښو او نيکو هيلو څخه يی مننه کوو او

شاهدصاحب په خپل ليک کښي نور څه ليکلی ؟

وانګ – هغه په خپل ليک کښي ډير غزلونه او شعرونه هم راليږلی او له مونږ څخه يی دا غوښتنه وکړه چه چينی مطبوعات او کتابونه ور ته وليږو ٠

رمز – ډير ښه ! يو متل دی چه وايی ٌڅه چه لرو هغه د يار دی ٌ په دی معنی که له مونږ سره هر څومره چينی مطبوعات او خپرونی وی مونږ به يی د شاهد صاحب په پته وليږو ٠

وانګ – رمز صاحبه ! مادمخه هم وويل چه شاهد صاحب شعرونه او عزل هم ليکلی او داسی معلوميږی چه په شاعری کښي هم لاس بری لری نو که تاسو د نوموړو شعرونو او غزلونو څخه يو يی ولولی ډير به ښه وی ٠

رمز – وانګ جانی ! دا دی د شاهد صاحب دا غزل به راواخلو چه وايی :

ٌ د لاسو سر ٌ ، ٌ د قدم ټال ٌ د موسيقی رابښی

مړاوی غنچوله د ژوندون می تازه ګی رابښی

د ميؤ جام ډکی پيالی د مړاوو سترګو کا ته

په جنايی لاسونو مسته زنده ګی رابښی

ښه يی فرعون ، ښه يی نمرود چه ابو جهل نه يی

ناست په حجره کښي خلق مړی هم بښی رابښی

وژلی يمه لا پخواء زه اجلی وختونو

ستا مسيحی نظر نن ما له زنده ګی رابښي

معصوم أشنا ماشومه خوله وړی وړی خبرې

ٌ شاهده ٌ څومره په کلام کښي پختګی رابښی

وانګ – ګرانو اوريدونکو – ددی دپاره چه محترم اوريدونکی د چين د بينالمللی راډيو سره اړيکی لا زياتی ټينګی کړی ، د سي ار ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او يا پاکستان او چين په باب د مقالو سيالی ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه د خپل وطن او چين په باب يوه مقاله وليکۍ او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالۍ له لاری د چين اوافغانستان او پاکستان تر منځ د ښو روابطو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړی ٠ هيله لرو چه قدرمن دوستان په دی سيالی کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به د راليږل شويو مقالود کتلو نه وروسته لومړی – دوهمه او دريمه جايزه وټاکو او وبه يی ويشو ٠ او ځينی ښی مقالې به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي خپری کړو او په راتلوتکی راډيويی مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو٠

رمز – مهربانی وکړی چه خپلی ليکل شوی مقالی د اپريل تر ٣٠ می نيټی پوری مونږ ته راوليږۍ او د نوموړی نيټی نه وروسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠

وانګ – زمونږ پته دا ده – د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجنګ – د چين ولسي جمهوريت ٠

رمز – او زمونږ د تلفون لمبر دا دی 00861068892656 او 00861068892631

وانګ – اوس د مونږ او اوريدونکی د نن شپی خپرونه پای ته رسيږی ٠ ستاسو کاميابی غواړو ٠