<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-09 21:42:35    
د اوريدونکو سوالونو ته ځواب

cri

واورئ وانګ – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو او عزتمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم ٠ زه وانګ اين خه او زه عنايتالله رمز ددی خپرونی په وړاندی کولو سره بيا ستاسو په خدمت کښي يو ٠

رمز – څرنګه چه د اوريدونکو د ليکونو څخه څرګنديږی په دی اونی کښي زمونږ د ډيرو اوريدونکو ليکونه رارسيدلی او مونږ به هغه په وار سره ولولو ٠

وانګ – ډير ښه ! مونږ تل هڅه کوو چه په دی څو دقيقه ايزه خپرونه کښي د اوريدونکو زياتو ليکونو ته ځای ورکړو او خصوصاْ هغه ليکونه چه د سی ار ای د اوريدونکو د کلبونو او يا په ځانګړی توګه د نويو اوريدونکو ليکونه دمخه رارسيدلی دی او تاسو رمز صاحب به لومړی ليک راواخلی چه د چا له خوا رااستول شوی دی ٠

رمز – وانګ جانی ! دا لومړی ليک د صوبه بلوچستان د پشين کلی تراڼی څخه ښاغلو بدرالدين فريادی ، محمد نعيم ازاد ، رحمت الله کاکړ، لعل محمد ساحر او عبدالواجدپرديسي په ګډه راليږلی او د سپرلی يا پسرلی د ګلانو د ګيډيو په شان يی سلامونه هم ډال کړی دی ٠

وانګ – دغه شان زمونږ همدی اوريدونی يعنی فريادی صاحب ليکلی چه مونږ کله د چين د بينالمللی راډيو پښتو خپرونه واوريدله نو ډيره مو خوښه شوه او هغه دا هم ليکلی چه دا د زمونږ لومړنی ليک دی او د شعرونو سره مينه هم لرم ليکوال يم او شعرونه هم ليکم ٠

رمز – په ريښتيا هم فريادی صاحب د خپلو دوو ليکونو په ترڅ کښي دوی غزلی

راليږلی او داسي څرګنديږی چه فريادی صاحب د ليکوالی تر څنګ په شاعری کښي هم قوی لاس لری او شاعری يی کاميابه ده او هيله لرو چه په راتلونکی کښي هم د خپلو ليکونو لړۍ له مونږ سره وساتی ٠

وانګ – رمز صاحب ! که د فريادی صاحب غزل ولولۍ ښه به وی ٠

رمز – ډير ښه ! البته هغه پخپل دی غزل د سترګو سره خپل راز او نياز کړی چه وايی :

ماته ياديږی ده يار توری سترګی

نن هغه مړاوی بوری بوری سترګی

که ټول جهان شي راته سترګی سترګی

زما ده يار سترګی و يی نوری سترګی

چه ننداره به ور ته خيال شو پاته

چه به يی کړی زما په لوری سترګی

په تصوير کښي می غړيږی مدام

نه می هيريږی په زړه پوری سترګی

چه ماځيګر به يی پوښتنه اوکړه

څه شو يی هغه زما غمخوری سترګی

چه را په ياد شي فريادی لره نو

سر په ځنګون می ښکته ګوری سترګی

-------------- موزيک --------------

وانګ – د افغانستان د خوست ولايت نه د سي ار ای افغان کلب مشر نور علی شاه فانی دا ليک راليږلی او ګيډی ګيډی سلامونه يی هم ليکلی دی ٠

رمز – سلامونو ته يی وعليک وايو او فانی صاحب مونږ ته دا زيری هم راکړی چه پخوايی د کلب د غړو شمير ٣٤ اوس دغه شمير ٤٢ ته پورته شوې ده او هم

ليکلی چه مونږ ستاسو خپرونی په ډير ذوق او شوق سره اورو ٠

وانګ – دغه راز مونږ به د پښتو خپرونی د پروګرام د وخت په هکله به ددوی غوښتنه په نظر کښي ونيسو او که امکانات موجود وی وروسته به دوی هم په دی خبر کړو ٠ مجلی او نوری مطبوعاتی پاڼی به هم هرومرو د فانی صاحب په پته وروليږو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

------------ موزيک ------------

رمز – وانګ جانی ! څو ليکونه او د اخترونو او نوی کال په مناسبت د مبارکی پست کارټونه خو وينې چه يو ځای رارسيدلی ٠

وانګ – په ريښتيا هم چه ليکونه او پست کارټونه خو ډير دی ٠ دا راته ووايه چه د چا له خوا رااستول شوی دی ٠

رمز – دا څو ليکونه او پست کارټونه د شمال وزيرستان د ميرانشاه څخه زمونږ دايمی اوريدونکی طلاخان کوڼ نيازی راليږلی او د خپل ليک په ترڅ کښي يی څو ټوکی هم ليکلی چه يوه به يی ولولو ٠

وانګ - مهربانی وکړی ټوکه يیې تاسو ولولۍ ٠

رمز – وايی چه يوه ورځ په ژمی کښي يو ساده سړی د يوه کلی تر څنک تيريده ، د کلی سپی پری راټول شول ، کله چه دی سړی ډبری يعنی تيږی ته لاس کړ ډبره په ځمکی کلکه نښتی وه ٠ مسافر سړی په زوره چيغه يعنی ناري يی کړی : چه دا څرنګه کلی دی چه سپی يی خوشي کړی دی او ډبری يی تړلی دی ٠

وانګ – ټوکه خو په زړه پوری وه، زه به دا وروستی ليک راواخلم ، دا ليک د صوبه

سرحد د باجوړ ايجنسي څخه غلام يوسف سلارزی راليږلی او هغه د ليک

په سر کښي ستاسو نوم ليکلی چه محترم کارکوونکی رمز صاحب ته !

رمز – هغه نور څه ليکلی ؟

وانګ – زمونږ نوموړی او يدونکی ليکلی چه ډير خوشحاله شولو چه تاسو يو ځل بيا د پښتو څانګی ته راستانه شوی ، ستا او د وانګ اين خه له خوا د مونږ او اوريدونکی د پروګرام وړاندی کول ډير خوندور دی ٠

رمز – د ښه نظر او پيروزينی نه يی مننه خو زمونږ دی ٠ اوريدونکی يعنی سلارزی صاحب دا هم زياته کړی ده چه په کومه طريقه چين ته راشم او کار وکړم ٠

وانګ – ښاغلی غلام يوسف سلارزی صاحب ته بايد وينه وکړو چه رمز صاحب د سی ار ای راډيو په غوښتنه او د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت په سپارښت دلته راغلی او د يوه قرارداد له مخی د سي ار ای راډيو د پښتو څانګی سره همکاری لری ٠ ٢ مياشتو مخکښي زه د رخصتۍ دپاره افغانستان ته تللی او اوس بيا بيرته راغلی يم ٠که چيری تاسو سالارزی صاحب غواړی چه چين ته راشي نو کولای شي د خپل هيواد د پاسپورت واخلی او بيا د ويزی له ترلاسه کولو نه وروسته سفر وکړی ، پرته له نوموړی قانونی لاری بله کومه لاره نشته ، هيله ده چه چين ته مو د سفر غوټی په سپړيدو شي ٠

دا چه ستاسو د کلب د غړو شمير ٦٣ تنه دی زمونږ د خوشحالی سبب شو ، هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپلی قلمی اړيکی له مونز سره ټينګۍ

وساتی ٠ خوشحاله اوسي ٠

------------ موزيک ------------

وانګ – ګرانو اوريدونکو ! ددی دپاره چه محترم اوريدونکی دچين د بينالمللی راډيو سره اړيکی ټينګی کړی د سي ار ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او يا پاکستان او چين په باب د مقالو سيالی ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه د خپل وطن او چين په باب يوه مقاله وليکی او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالی له لاری د چين او افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو روابطو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړی ٠ هيله لرو چه قدرمن دوستان په دی سيالی کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به د راليږل شويو مقالو د کتلو نه وروسته لومړی –دوهمه او دريمه درجه جايزه وټاکو او وبه يی ويشو ٠ او ځينی ښی مقالی به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي خپری کړو او په راتلونکی راډيويی مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو ٠

رمز – مهربانی وکړۍ چه خپلی ليکل شوی مقالی د اپريل تر ٣٠ می نيټی پوری مونږ ته راوليږۍ او د نوموړی نيټی نه وروسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠

وانګ – زمونږ پته دا ده : د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجنګ – د چين ولسي جمهوريت ٠

رمز – زمونږ د تيلفون لمبر دا دی : 00861068892656 او 00861068892631

زمونږ د انټرنيټ پاڼه په دی پته ترلاسه کولای شي WWW . CRI .COM. CN