<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-16 22:40:48    
د اوريدونکو د ليکونو لنډيز او ددوي سوالونو ته ځواب

cri

واورئ رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی محترمو اوريدونکو اسلام وعليکم 

مونږ هر يو عنايت الله رمز او وانګ اين خه ډير خوشحاله يو چه ستاسو د خوښۍ خپرونی په وړاندی کولو سره په خدمت کښي يو ٠

وانګ – په ريښتيا هم دا خپرونه په مستقيم ډول د اوريدونکو سره د اړيکو او د هغوی د هيلو او مشورو پر بنسټ جوړيږی چه له دی امله دخپلو اوريدونکو څخه ډيره مننه کوو چه تل يی له مونږ سره خپلی اړيکی ساتلی دی ٠

رمز –وانګ جانی ! نه يوازی زمونږ اوريدونکی د ليکونو په راليږلو سره له مونږ سره خپلی اړيکی ساتلی بلکی مونږ يی د خپرونی د لا ښه کيدو او بډاينی په لاره کښي هڅولی هم يو ٠

وانګ – هوکی ! رمز ضاحب ،زما په ياد شول چه په دی څو وروستيو اونيو کښی زمونږ ډيرو اوريدونکو د خپلو ليکونو په ترڅ کښي چه د مونږ او اوريدونکی خپرونه له دی يوی نيمی مياشتی راهيسې زه او ته يی په ګډه وړاندی کوو ډيره خوښی څرګنده کړی او زمونږ ستاينه يی هم کړی ده ٠

رمز – مونږ يو ځل بيا د قدرمنو اوريدونکو د پيرزوينو او هڅونی څخه مننه کوو او ددی ژمنه هم کوو چه خپلی راتلونکی خپرونی هم د خپلو اوريدونکو د ذوق او غوښتنو سره سم برابری او خپری کړو ٠

وانګ – دا چه خپل اوريدونکی د انتظار په حإلت کښي پری نه ږدو نو لومړی ليک به راواخلو چه د چا او له کوم ځای څخه رااستول شوی دی ؟

رمز – دا لومړی ليکونه چه د ليکونو مجموعه هم ور ته ويلای شو د جنوبی

وزيرستان د واڼه ايجنسی نه زمونږدايمی دوست او اوريدونکی جمعه محمد خيالمند راليږلی دی ٠ دغه راز خيالمند صاحب د تل په شان په زړه پوری معلوماتی ليکنی او شعرونه هم رااستولی چه ور څخه ډيره مننه کوو ٠ د خيالمند صاحب سره ناستو ملګرو منهاج الدين ،منهاس الدين خالدمحمود ،معراج الدين مغل خيل ، محمد يونس خان ، ګلبدالدين ، سيد بهادر ، عباس خان ، محسن علی محسن ،او نورو هم ګيډی ګيډی سلامونه راليږلی چه سلامونو ته يی وعليک وايو ٠

وانګ – د خيالمند صاحب په ډيرو ليکونو کښي د مضمونونو او ليکنو تر څنګ شعرونه او غزلی هم شته نو ښه به دا وی چه يو غزل يی ولولۍ ٠

رمز – ولی نه ، د خيالمند صاحب د پښتو په هلکه دا غزل به راواخلو چه وايی :

حجرو کی مو پښتو ده جوماتونو کی مو پښتو ده

په ژبه مو پښتو ده او په زړونو کښي پښتو ده

په قدم قدم چه ګوری پښتانه دی او پښتو ده

بازارونو کښي پښتو ده په کورونو کښي پښتو ده

سترګی می شي يخی او زړه می په سکون شی

اورم هر سهار بيګا راډيوګانو کښی پښتو ده

زده کوونکی پښتانه دی او ښوونکی پښتانه دی

لوی ظلم دی چه نشته په ښوونځيو کښي پښتو ده

وانګ – د خيالمند صاحب د دوستی او درناوی نه د ډکو ليکونو څخه مننه کوو او

هيله ده چه د تل په شان خپلی اړيکی له مونږ سره وساتی او دا بل ليک د افغانستان دننګرهار ولايت د طب پوهنځی څخه د سی ار ای دايمی اوريدونکی او د تڼيوال غږ کلب مشر نيک ولی شاه نظامی راليږلی ٠ سلامونو ته يی وعليک وايو او زمونږ سلامونه دی هم ومنی ٠

رمز – نظامی صاحب نور څه ليکلی ٠

وانګ – هغه ليکلی چه د ننګرهار د طب په پوهنځی کښي د چين د بينالمللی راډيو د پښتو خپرونی ډير مينه وال شته او دا خپرونه په ډير ذوق او شوق سره اوری او بيا يی زياته کړی ده چه زما ډير انډيوالان غواړی چه زمونږ په کلب کښي شامل شي ٠

رمز – د نيک ولی شاه نظامی او د انډيوالانو له نيک احساس او ستاينی څخه مننه کوو او په راتلونکی کښي به هم ددوی په پته ځينی مطبوعات او مجلی وروليږو ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

وانګ – رمز صاحب ، که دا څو ليکونه چه د مختلفو سيمو نه زمونږ اوريدونکو راليږلی راواخلۍ او د ليکونو د اوريدونکو نومونه ولولی ډيره به ښه وی ترڅو زمونږاوريدونکی ډاډه شي چه ليکونه يی مونږ ته رارسيدلی او هم به د هغوی په پته ځوابی ليکونه هم وليږو ٠

رمز – ډير ښه ، دا ليکونه د بلوچستان د پشين څخه جان محمد ارمانی ، احمد شاه مخلص ، سيد علی فريادی عصمت الله عاشق ، د صوبه سرحد د صوابی څخه نور مالک صوابی ،د جنوبی وزيرستان د سنجاوی څخه ولی خان دومړ ، د کرم

ايجنسي ضلع کوهاټ څخه مجيب نور پراچه ،د ضلع تانک څخه امير حمزه وزير کوملی ، ګل مير وزير، سمندر خان وزير ، نصيب خان وزير ، انغاالله وزير خدای دی وکړی چه نوم يی غلط نه وی لوستل شوی ، ځکه هغه همداسي ليکلی دی، احسان الله وزير ، فريدالله او کريم الله وزير ، الياس وزير او نورو ملګرو يی او د چارسدی له ضلع څخه افتخارخان عبار راليږلی چه د نوموړو ليکونو ټولو ليکونکو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوواو هيله لرو چه په راتلون کی کښي هم خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره وساتی ٠

وانګ -ګرانو اوريدونکو – ددی دپاره چه محترم اوريدونکی د چين د بينالمللی راډيو سره اړيکی ټينګې کړی د سی ار ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او يا پاکستان او چين په باب د مقالو سيالی ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه د خپل وطن او چين په باب يو مقاله وليکۍ او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالی له لاری د چين او افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو روابطو په باب دخپلو نظريو تبادله وکړی٠ هيله لرو چه قدرمن دوستان په دی سيالی کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به د راليږل شويو مقالو د کتلو نه وروسته لومړی – دوهمه او دريمه درجه جايزه وټاکو او و به يی ويشو ٠ او ځينی مقالی به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي خپری کړو او په راتلونکی راډيويی مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو ٠

رمز – مهربانی وکړی چه خپلی ليکل شوی مقالی د اپريل تر ٣٠ می نيټی پوری مونږ ته راوليږۍ او د نوموړی نيټی نه وروسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠

وانګ – زمونږ پته دا ده : د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجنګ – د چين ولسي جمهوريت ٠

رمز – زمونږ د تليفون نمری دا دی :00861068892656 او 00861068892631

زمونږ د انټرنيټ پاڼه په دی پته ترلاسه کولاي شي :WWW. CRI . COM . CN

وانګ – ګرانو اوريدونکو ! د مونږ او اوريدونکی د نن شپی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ، ستاسو د کاميابۍ او خوشحالۍ په هيله ٠