د هغې څيړونکې نتيجې سره سم چه د برتانيې د بريستول د پوهنتون علمي کارکوونکو په څه د پاسه اتو زرو ميړنو او ښځوباندي د څيړنو نه وروسته ترلاسه کړې ، د هغو ماشومانو بدنی وزن چه پلار يي د قند په ناروغۍ اخته دی ، له هغو ماشومانو نه چه پلار يي د قند ناروغی نه لري ، په منځني توګه يو سلو شپږ اتيا ګرامه کم دي . له دي نه څرګنديږي چه که څه هم د قند په ناروغۍ اخته شوي پلار د نوي پيداشوي ماشوم په بدنی وزن باندي اغيزه لري خو د مور په نس کی د جنين د ودې له چاپيريال سره رابطه نه لري او د جنين په ودې باندي اغيزه يي بالکل ميراثی ده .
|