<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-23 21:19:31    
د اوريدونکو د ليکونو لنډيز او ددوي پوښتنوته ځواب

cri

واورئ وانګ – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو عزتمنو اوريدونکو _ اسلام عليکم !

زه وانګ اين خه او عنايت الله رمز ددی اونی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښي يو ٠

رمز – زمونږ هيله دا ده چه د خپلو اوريدونکو سره د تل په شان اړيکی وساتو او د هغوی ليکونو ته په خپل وخت ځواب وړاندی کړو ٠

وانګ – په رښتيا هم د اوريدونکو غوښتنو او ليکونو ته د ځواب په برابرولوسره لومړنی او اساسی دنده دا ده چه په وار سره د خپلو اوريدونکو د ليکونو ځوابونه د همدی خپرونی له لاری خپاره کړو او يا خو د هغو په ليکل شوی پته ځوابی پاڼی ورواستوو ٠ خو د خپلو درنو او عزتمنو اوريدوتوکو نه دا هيله کوو چه خپل ليکونه په ځانګړی توګه خپلی پتی يا ادرسونه په روښانه او څرګند ډول وليکی چه خدای مه کړه د لوستلو په وخت کښي يی ناسم ونه لولو٠

رمز – يوه بله خبره چه د يادولو وړ ده هغه دا چه څو څو ځله مو ويلی چه د اوريدونکو ليکونه په لاره کښي ډير ځنډيږی او کله چه زمونږ لاس ته رارسيږی نو زيات وخت پری وتلی وی ٠ د همدی ځنډ له امله زمونږ اوريدونکی له مونږ نه ګيله من شی ٠ خو اوريدونکو ته پوره ډاډ ورکووچه ليکونه يی هر وخت مونږ ته راورسيږی مونږ به يی بی ځوابه پری نه ږدو ٠ ښه ! اوس له پورتنيو پادولو نه وروسته به لومړی ليک راواخلو چه چا رااستولی او څه يی پکښي ليکلی دی ٠

وانګ – دا لومړی ليک د پاکستان دصوبه سرحد د ضلع هري پور څخه زمونږ د راډيو د پخوانی کلب يعنی د باختر د کلب مشر سيدالرحمن بهير له خوا

رااستول شوی دی ٠

رمز – بهير صاحب ته ددی نوی دندی له امله مبارکی وايو او هغه پخپل ليک کښي څه ليکلی دی ؟

وانګ – هغه د سلامونو نه وروسته ليکلی چه زما نوم سيدالرحمن بهير دی او د خليل الرحمن بهير ورور يم ٠ دا زما لومړی ليک دی ٠ بايد ووايم چه خليل الرحمن بهير اوس په بلجيم کښي دی هغه خپل کلب ما ته سپارلی دی نو په دی توګه د باختر کلب پخوانی مشر خليل الرحمن بهير ؤ او اوس زه سيدالرحمن بهير د نوموړی کلب مشر يم ٠

رمز- ددی نه څرګنديږی چه د باختر د کلب پخوانی مشر خليل الرحمن بهير د چين د بينالمللی راډيو د پښتو څانګی سره ښی اړيکی درلودی ٠

وانګ – هو ! همداسي ده ٠ هغه زمونږ د راډيو يو پخوانی دوست او ښه اوريدونکی ؤ او که چيری په بلجيم کښي هم زمونږ خپرونه اوری هرومرو دی خپله پته راوليږی او د پخوا په شان دی خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره تينګۍ وساتی او د باختر کلب نوی مشر ته لا زيات برياليتوبونه غواړو او هيله من يو چه په راتلونکی کښي هم د ليکونو په رااستولو کښي ځنډ و نه کړی ٠

رمز – د پاکستان د بلوچستان د سنجاوی څخه محمدصديق هم د راډيو د پښتو خپرونی ډيره ستاينه کړی او دا يی هم پخپل ليک کښي زياته کړی ده چه پاکستان د چين يو دوست هيواد دی په دی اساس مو له سی ار ای سره ډيره مينه ده ٠

وانګ – مونږ د ښاغلی محمد صديق ددی ښه نيت او پيرزوينی څخه مننه کوو او هيله من يو چه په راتلونکی کښي هم د خپلو ليکونو لړۍ له مونږ سره جاری وساتی ٠

رمز – د بل ليک د کوهاټ د کهمکول له کمپ څخه د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی راليږلی او د خپل ليک په ترڅ کښي يی لومړی سلامونه ليکلی او بيا يی د افغانانو دپاره د راتلونکو انتخاباتو يا ټول ټاکنو له امله چه ښايی د روان کال د سپتمبر په مياشت کښی به ترسره شي د برياليتوب هيله کړی ده ترڅوافغانان خپل راتلونکی مشر وټإکی او د نيکمرغۍ ، يووالی او سوکالۍ په لور ګامونه اوچت کړی٠

وانک – اريوبی صاحب د تل په شان د خپلو ليکونو په ترڅ کښي خپلی ښی هيلی څرګندی کړی دی چه مونز لومړی ددوی سلامونو ته وعليک وايو او بيا يی د نيکو هيلو او ښو نظريو څخه مننه کوو ٠

رمز – دا څو ليکونه د پاکستان د کوهاټ د ميربهادر کالونی څخه د اريانا پښتو ادبی ټولنی څخه سيدوارث- د پاکستان د ضلع بنون څخه د ګل چين کلب صدر سيدمنان ارمانی چه د کلب د غړو شمير يی ٥٢ تنو ته رسيدلی – د پاکستان د صوبه سرحد د ضلع دير څخه شوکت اسلام او د جنوبی وزيرستان له واڼی څخه بهاردرخان څدراڼ ، سيد محمد قاسم شاه او اسلم خان څدراڼ راليږلی دی ٠ د دغو ټولو اوريدونکو سلامونو ته وعليک وايو او مونږ به

هڅه وکړو چه ددوی په پته ځوابی ليکونه او نور مظبوعاتهم واستوو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

وانګ- د پاکستان د کيسو له کمپ څخه د نجات ملی د کلب مشر صاحب شاه ميم او ملګرو يی ضياءالرحمن ، عبدالحق محمد حسين ، نياز محمد، ادريس او ميرحاتم حتم الله په ګډه دا ليک راليږلی او د سلامونو له وړاندی کولو نه وروسته يی له مونږ څخه څو پوښتنی کړی دی چه دا دی مونږ د سلام په وړاندی کولو سره د هغوی پوښتنی او ځوابونه داسی وړاندی کوو :

رمز - لومړی يی پوښتنه دا ده چه چين څو ولايتونه لری ؟

وانګ - چين د تايوان په شمول ٣١ ولايتونه لری او د نوموړو ولايتونو نه سربيره د هيواد د ٤ سترو ښارونو چاری لکه بيجنګ ، شانګهای ، تيان جينګ او چونګ چين د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ترسره کيږی ٠بله پوښتنه يی دا ده چه عنايت الله رمزد پاکستان دی که د افغانستان او که د چين دی ؟ بايد ووايم چه که څه هم مونږپه تيرو څو خپرونو کښي د رمز صاحب په هکله چه همدااوس په ستډيو کښي له ما سره ناست دی معلومات وړاندی کړی ؤ خو يو ځل بيا د نوموړی اوريدونکی پوښتنی ته په ځواب ويلو سره بايد ووايوچه رمز صاحب افغان دی او له افغانستان نه راغلی دی چه د تير کال راهيسی يی له مونږ سره خپله همکاری پيل کړی ده ٠

رمز – دا وروستی ليک د مردان د ضلع او تحصيل نه د سي ار ای اوريدونکی د

صداقت د کلب مشر روحانی صداقت او د کلب ټولو ملګرو يی راليږلیدی ٠ سلامونو ته يې وعليک وايو او د ليک نه به يی دا ټوکه ولولو چه وايی :

يوه ماشوم خپل پلار ته وويل چه دا د اجی ماته په ټولکۍ کښي توره تخته نه ښکاری ٠ پلار يی سمدلاسه خپل ماشوم د سترګو ډاکتر ته بوتلو ٠ د ډاکتر د کتلو او معاينی نه وروسته څرګنده شوه چه د نوموړی ماشوم د سترګو نظر پوره ښه دی ٠ ډاکتر له ماشوم نه وپوښتل چه تا ته د ټولګی تخته ولی نه ښکاری ؟ ماشوم ور ته وويل چه زما مخی ته په چوکی باندی يو لوړ هلک ناست دی او زه تخته نشم ليدلای ٠

وانګ – رمز صاحب ،د محترمو اوريدونکو د مينی او علاقی نه ډک ليکونه مونږ لا نور تشويقوی چه خپلی خپرونی ته د لا ترقۍ ورکولو دپاره کوششونه وکړو او په لا ښه شان سره د ټولو پښتنو اوريدونکو دپاره خدمتونه ترسره کړو ٠

رمز – مونږ هيله لرو چه قدرمن دوستان په مداومه توګه زمونږ خپرونه واورئ او خپل ارزښتناک پيشنهادونه او نظريات مونږ ته ووايئ ٠

وانګ – زمونږ پته دا ده – د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجنګ – د چين ولسي جمهوريت ٠

رمز – زمونږ د تلفون نمری دا دی : 00861068892656 او 00861068892631

زمونږ د انټرنيټ پاڼه په دی پته ترلاسه کولاې شي :WWW . CRI . COM . CN