<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-29 16:50:09    
ميرمن ماو سين مۍ د شې قوم کليوالی ښځو ته نيکمرغی رسوی

cri

د چين د شپږ پنځوسو قومونو په لويه کورنۍ کښی د شه په نامه يو قوم شته چه د وګړو شمير يی څه دپاسه شپږ لکه ديرش زره تنه دی او په عمده توګه د چين د جنوب ختيځې برخې د فو جان ، جه جيانګ او جيانګ سی د ولايتونو په غرنيو سيمو کښی اوسيږی٠د جه جيانګ په ولايت کی د جينګ نين په نامه د شه قوم يوه خودمختاره ولسوالی شته ،د دې ولسوالی د ولسی روغتون د نسائی ناروغيواو قابله ګۍ د څانګې رئيسه سرطبيبه ما سين مۍ يوه ډيره تکړه او تجربه لرونکی ډاکټره ده او د شه قوم په غرنيو سيمو کښی ډير شهرت لری٠ له څه دپاسه شلو کالو راهيسی هغې بی شميره ښځې د ناروغيو له غمونو څخه ژغورلې او ډيرو زياتو کورونو ته يی نيکمرغی رسولې ده ٠

ميرمن پان د جينګ نين د شه قوم د خودمختارې ولسوالی د خه سی په علاقه دارۍ کښی اوسيږی، د دې مور د رحم په سرطان اخته شوې وه چه د ډاکټرې ماو سين مۍ لخوا د دقيقې معاينې له لاری دا ناروغی تشخيص شوې او په برياليتوب سره د سرطان د پريکولو عمليات ترسره شول چه په نيتجه کښی د دې مور له مرګ څخه وژغورل شوه٠ دغه راز ميرمن پان هم د ډاکټرې ماو سين مۍ د ډيرې ښې پاملرنې او پرستارۍ په اثر په سالم ډول خپله لور وزيږوله ٠ برسيره پر دی د دې لور له واده نه وروسته له يوه سخت ولادت سره مخامخه شوه چه د ډاکټرې ماو سين مۍ په مرسته له دې ستونزې څخه وژغورل شوه ٠ د دی کور له درو نسلونوسره د ډاکټرې ماو سين مۍ دغه ټينګې اړيکی نه يوازی د دی کور دپاره نه هيريدونکی دی ، بلکه په هغه سيمه کښی د نيکمرغه خبرو په توګه خوله په ځوله ګرځی٠

د ٢٠٠٠ کال په يوه ماښام ډاکټره ما سين مۍ چه د ټولې ورځې د کار په اثر يی ستړتيا حس کوله، د عملياتو له خونې څخه ووتله او و يی غوښتل چه خپل کور ته ولاړه شی، خو په هغه وخت کښی ميرمن لۍ جن هوا د ولادی ناروغۍ له امله بی هوشه شوه٠ ما سين مۍ سمدلاسه د قابله ګۍ او نسائی امراضو د څانګې د ټولو ډاکټرانو او نرسانو په مرسته د لۍ جن هوا په عملياتو پيل وکړ چه د نوموړی ميرمن ژوند يی د څه دپاسه دوو ساعتونو په موده کښی د مرګ له خطر څخه وژغوره، که څه هم ډاکټرې ماو سين مۍ د عملياتو په وخت دريدلای نشوه، ځه که چه هغې په څه دپاسه لسو ساعتو کښی هيڅ خوراک نه و خوړلی او يو غړپ اوبه يی هم نه وې څښلی، خو د دندې د مسئوليت او ناروغ د ژوند د ژغورلو په احساس يی په برياليتوب سره عمليات ترسره کړل٠

ډاکټره ماو سين مۍ چه يو پنځوس کلنه ده، په ١٩٧٧ کال کښی د لی شوۍ د ډاکټرانو د روزنې له روغتيايی ښوونځی څخه د ښځو او ماشومانو د ناروغيو له ټولګی څخه فارغ شوه ٠ هغې د ناروغانو په مقابل کښی خپل ستر مسئوليت درک کړی او د خپلې پوهې په وسيله له غمونوڅخه د ناروغانو د خلاصولو دپاره کوششونه کوی٠ اوس هغه دا طاقت لری چه يوازی په پنځلسو دقيقو کښی د کورنۍ د لارښودنې دپاره د ښځو د تخمدان د تړلو عمليات بشپړولای شی او په مسلسله توګه يی زر عمليات په بری سره ترسره کړيدی٠ اوس ډاکټره ماو سين مۍ د عملياتو له لاری د ماشوم د ايستلو او د رحم د پوره پريکولو د عملياتو په برخو کښی لوی لاس لری او د نسائی ناروغيو په علم کښی د مشکلو او پيچلو عملياتو په ساحه کښی هلی ځلی کوی٠

ډاکټرې ماوسين مۍ په خپلو عادی کارونو کی عيرعادی کارنامې قايمې کړی، زيات افتخاری لقبونه يی ترلاسه کړی او څو ځله د چين غوره کارکوونکی په حيث انتخابه شويده٠ دغه راز د هغې په مشری د نسائی ناروغيو او قابله ګۍ څانګې په مسلسلو اتلسو کالو کښی په برياليتوب سره طبی عمليات ترسره کړی او څو څو ځله د ولايت او مربوط ښار د غوره څانګې په حيث ټاکل شويده ٠