<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-30 20:22:57    
داوريدونکو د راليږل شويو ليکونو لنډيز او ددوي پوښتنو ته ځواب (د اپريل په ٣٠مه نيټه )

cri

واورئ رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو قدرمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم !

زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه ددی خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښي يو ٠

وانګ – مخکی له دی نه چه د اوريدونکو د ليکونو او ځوابونو په ويلو پيل وکړو يادونه کوو چه مونږ به تل هڅه وکړو چه دا خپرونه چه د اوريدونکو خپله خپرونه ده په ښه شان او د اوريدونکو د ذوق او خيال په ساتلو سره برابره او وړاندی کړو ٠

رمز – خو د اوريدونکو څخه دا غوښتنه کوو چه خپل راليږل شوی ليکونه څرګند او واضح وليکی او هم هغه څه چه مونږ ته د خپلو ليکونو په واسطه رااستوی په زړه پوری ، واضح او د خپرونی وړ وی ٠ ځکه داسی ليکنی، پوښتنی او يا ښه شعرونه کولی شو چه په خپرونه کښي ور ته ځای ورکړو ٠ اوس به لومړی ليک ولولو – دا ليک د هنګو د ضلع څخه د پښتونخوا چاينا کلب مشر او غړو يی هريوه عارف بختيار ، احمدباز ، بسم الله ګل ، ساجد بختيار ، سيد فراز ، سمين ګل ، صحبت خان ، عبدالعزيز او نورو ملګرو يی راليږلی او مونږ ته يی ډير ډير سلامونه ليکلی دی ٠

وانګ – سلامونو ته يی وعليک وايو او مونږ هم پخپل وار سره ور ته سلامونه وايو زمونږ نوموړو دوستانو ليکلی چه له ١٣ کالو راهيسي د سي ار ای پښتو خپرونه اورو او تل يی زمونږ د خپرونی ستاينه کړی ده ٠ دغه راز هغوی دی ټکی ته هم اشاره کړی د ه چه زمونږ په سيمه کښي په دی شپو کښي د سي ار

ای پښتو خپرونه صفا نه اوريدل کيږی ٠

رمز – مونږ ددوی دهمدی يادونی څخه مننه کوو او دا غوښتنه به يی د راډيو تخنيکی څانګی ته وسپارو چه د حل لاره يی ولټوی ٠ وانګ جانی ! که ستا اجازه وی نو بختيا صاحب او ملګرو يی په ګډه د پښتو ژبی د يوه وتلی او نازک خيال شاعر عبدالباری جهانی يو شعر راليږلی او د دغه شعر د خپريدو غوښتنه يی کړی ده ٠

وانګ – ولی نه ! زما پوره خوښه ده چه د اوريدونکو د غوښتنی سره سم د جهانی صاحب شعر ولولی :

رمز – دا شمع دا لمبی دا پتنګان سره جوړيږی

دا مۍ دغه ساقی او دا زندان سره جوړيږی

سنګسار يی دی د حق د ليونو په نوم ليکلی

دا کاڼی ، دا منصور او دا ياران سره جوړيږی

قسمت می د لمبو پر ګودر لاری دی ايستلی

دا پښی دغه تڼاکی دا پيمان سره جوړيږی

ما پريږده جهانی چه پرهارونه در ته ژاړم

دا اوښکی دغه سترګی دا ګريوان سره جوړيږی

وانګ – د پاکستان د کرم ايجنسي د ګالی له کمپ څخه ښاغلی حضرت ولی منګل او ټولو غړو يی د همدی راليږل شوی ليک په ترڅ کښي د چين د نفوس په شان سلامونه راليږلی او زياته کړی يی ده چه کله ستاسو دوی يا دری مجلی مون

ته راورسيږی نو مونږ پری په جګړه شو او وايی که غواړی چه روغتون ته ولاړ نه شو نو زياتی مجلی او نور مطبوعات راوليږی ٠

رمز – وانګ جانی ! لومړی خو به د ګالی کمپ اوريدونکو ته پخپل وار سره سلامونه ووايو او بيا يادونه کوو چه په هر کار کښي صبر او حوصله ښه ده ٠ نو مونږ ددی هيله نه لرو چه خداي مه کړه زمونږ دغه دوستان په دوه دری مجلودومره په جګړه شی چه اٌن د روغتون په لوری رهی شي ٠ دا چه دوی د افغانانو د تندمزاجی يادونه کړی ده خو دا يی له ياده وتلی دی چه يو مميز يا کشمش څلويښتو يارانو هم په ګډه خوړلی دی او له دی څخه دا متل رابرسيره شوی دي چه يو مميز يا کشمش او څلويښت قلندره چه البته نوموړی متل په دری ژبه کښي د( يک کشمش و چهل قلندر ) په نوم شهرت لری ٠

وانګ – او د نوموړو اوريدونکو د غوښتنی په هکله زمونږوروستی يادونه دا ده چه د سی ار ای د اوريدونکو د ځينو کلبونو د غړو شمير اٌن تر سلو پوری هم رسيږی البته دا خو ښه زيری دی چه اوريدونکی د کلبونو په جوړولو سره له مونږ سره قلمی رابطه ساتی ٠ مونږ به تر ممکنی حدی پوری کوشش وکړو چه په يو وخت کښي لازيات مطبوعات وروليږو او هم هيله لرو چه (برګ سبزو تحفه درويش )په توګه زمونږدا دوی دری مجلی ومنی او په ګډه ور څخه ګټه واخلی ٠ ستاسو د خوښۍ او اتفاق په هيله٠

رمز – د باجوړ له ايجنسي څخه داريانا کلب مشر محمد حسين همدرد ليک دا دی مونږ ته رارسيدلی سلامونو ته يی وعليک وايو او مونږ به هڅه وکړو

پخپل وخت مجلی او نور مطبوعات دوی ته ورسوو ٠ ددوی د نورو ليکونو په تمه ٠

وانګ – او ددی خپرونی وروستی ليک د پاکستان د صوبه سرحد د مانسهری ضلع او تحصيل څخه د قاری محراب الدين ارمانی دی ٠ قاری صاحب ارمانی لومړی خپل سلامونه ليکلی او بيا يی د چين د ښارونو ، وګړو او ژبی په هکله لنډ معلومات هم ليکلی ٠

رمز – مونږ هم پخپل وار سره د قاری صاحب ارمانی او د هغوی د ملګرو هر يوه ، محمد عارف عرفان ،خان محمد خاکسار ، عبدالغياث همزاز ، قاری انځر ګل مسافر ، قاری نوروز نصرتيار ، محمد هاشم ځيګرخون ، جمعه الدين فريادی او قاری محمد يوسف پرديسی ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ دغه راز ارمانی صاحب د دوو شعرونو د ليکلو تر څنګ د ملانصرالدين يوه ټوکه هم راليږلی ده نو مونږ به د ارمانی صاحب د شعرونو څخه يو شعر ولولو :

وانګ – مهربانی وکړه او زه به هم د اوريدونکو په شان ورته غوږ ونيسو ٠

رمز – ارمانی صاحب دخپل وطن په هکله دغه شعر ته د سپرلی نوم ورکړی او دا لنډ شعر يی داسی پيل کيږی :

د دنګو دنګو اسمان څکو غرو وطن دی زما

د شاهين کور دی را ته مه کړه د باښو خبری

ښکلی وطن می ګنډو کپر شو د جګړو له لاسه

سوله ښه امن ښه چه ونه کړی د جګړی خبری

دغه تالا ترغی وطن دی الله بيا سمسور کړی

ارمانی ته وکړه د وطن د جوړيدو خبری

وانګ – رمز صاحبه ، د محترمو اوريدونکو د مينی او علاقی نه ډک ليکونه مونږ لا نور تشويقوی چه خپلی خپرونی ته د لا ترقۍ ورکولو دپاره کوششونه وکړو او په لا ښه شان سره د ټولو پښتنو اوريدونکو دپاره خدمتونه ترسره کړو ٠

رمز – مونږ هيله لرو چه قدرمن دوستان په مداومه توګه زمونږ خپرونه واورئ او خپل ارزښتناک پيشنهادونه او نظريات مونږ ته راوليږی ٠

وانګ -زمونږ پته دا ده – د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجنګ – د چين ولسي جمهوريت ٠

رمز – زمونږ د تلقون نمری دا دی : 00861068892656 او 00861068892631

زمونږ د انټرنيټ پاڼه په دی پته ترلاسه کولی شي :WWW. CRI . COM . CN

وانګ – ګرانو اوريدونکو – د مونږ او اوريدونکی د نن شپی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠