وانګ -د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو – اسلام عليکم ٠ دا دی ستاسو د خوښۍ او خوشحالۍ په هيله د نن شپی (دمی په ٧نيټه )د خپرونی په وړاندی کولو سره زه وانګ اين خه او عنايت الله رمز د مکروفون مخی ته ناست يو او هيله لرو چه د ګرانو اوريدونکو دپاره ښه خدمت وکړو٠
رمز – وانګ جانی ! مخکۍ له دی نه چه د اوريدونکو د ليکونو او ځوابونو په وړاندی کولو پيل وکړو يادونه کوو چه همدا روانه اونی د می د مياشتې لومړی اونی ده چه لومړی نيټه يی د يکشنبی په ورځ پيل شوه ٠ د دی خبری يادونه مو ددی دپاره وکړه چه می د مياشتی لومړی ورځ د نړی د زيارکښانو د نړيوالی ورځی سره سمون خوری چه په ټوله نړی کښي ددی ورځی نمانځنه په مختلفو ډولونو سره کيږی ٠
وانګ – هو! په چين کښي هم د زيارکښو پرګنو د درناوی په خاطر هر کال د می لومړی نيټه نمانځل کيږی او په دی توګه د زيارکښو پرګنو د کار او زيار د ستاينی او قدردانی په خاطر په ټول هيواد کښي يوه اونی رخصتی وی چه تر څو د هيواد زيارکښ خلک پوره استراحت وکړی – د يو او بل کورونو ته ولاړشي او حتی د هيواد په دننه او هم د هيواد نه دباندی د خپلو دوستانو د ليدلو دپاره سفرونه کوی ٠
د يادونی وړ ده چه د چين ولسي جمهوريت او د هيواد مشرتابه دزيارکښانو د رخصتيو د ښو تيرولو دپاره ټولی اسانتياوی لکه د مځکنی او هوايی ترانسپورټ ښيګڼی او نورسمبالوی ترڅو هيوادوال په ډاډه ، ارامه او هوسا ډول خپلی د رخصتيو شپی او ورځی تيری کړی ٠ ښه اوس به داوريدونکود ليکونو او هغو ته د ځوابونو په برخه پيل وکړو ٠ لومړی ليک د کوم اوريدونکی له خوا ا راليږل شوی او څه يی پکښي ليکلی دی ؟
رمز – دا لومړی ليک د صوبه سرحد د بنون له ضلع څخه د ګل چين کلب صدر ښاغلی سيد منان ارمانی راليږلی او د سلامونو نه وروسته يی ليکلی چه مونږ دسي ار ای پښتوخپرونه په ډير شوق او ذوق سره اورو او زمونږ د کلب د غړو شمير ٥٢ تنو ته رسيدلی دی ٠ ارمانی صاحب په خپل ليک کښي دا هم زياته کړی ده چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی وخت کم دی ٠ که لږڅه زيات شي ٠ مونږ ټول د چينی موزيک او سندرو سره مينه لرو ٠ زمونږدغه دوست د ليک په پای کښي څو پوښتنی هم راليږلی چه تاسی به يی ځواب ولولی ٠
وانګ – ښه زه به ځواب ورکړم ٠
رمز - لومړی پوښتنه يی دا ده چه چين خپله ازادی په کوم کال کښي ترلاسه کړه ؟
وانګ – د لرغونی تاريخ نه راهيسی چين يو خپلواک او غښتلی هيواد و خو د اتلسمی پيړۍ په نيمايی کښي بهرنيو قدرتونو د ترياکو په واسطه پر چين باندی تيری وکړ او دوی وغوښتل چه چين ټوټه ټوټه او له ستونی نه يی تير کړی ٠ په دی حساسه او خطرناکه موقع کښي چينی خلکو د وينو په توئيولو
او د ځان په فداکاريو سره د سلو کالو دپاره شجاعانه او سر تيری مبارزی وکړی او بالاخبره په ١٩٤٩ م کال کښي د نوی چين بنسټ کيښودل شو ٠
رمز – دوهمه پوښتنه يی دا ده چه په چين کښی پاکستانيان شته او که نشته ؟
وانګ –هو! د چين په زياتو سيمو کښي ډير زيات پاکستانيان ليدل کيزی ٠ دوی په زده کړو او سوداګری کښي فعاله برخه لری ٠ خو شمير يی مونږ ته معلوم نه دی ٠
رمز – په دريمه پوښتنه کښي يی ليکلی چه دچين ملي لوبه کومه ده او څه نوميږی ؟
وانګ – د چين ملی لوبه ووشو ده چه خارجيان ور ته ګونګ فو وايی ٠
رمز – چين څومره لرغونی تاريخ لری ؟ دا يی څلورمه پوښتنه ده ٠
وانګ – چين څه دپاسه ٥٠٠٠ کاله لرغونی تاريخ لری ٠
رمز – په ٥ مه پوښتنه کښي يی ويلی چه د چين اکثريت خلک په کوم مزهب عقيده لری ؟
وانګ – د تاريخ نه راهيسی په چين کښي زيات مزهبونه رامنځ ته شول لکه تاويست او بودايی مزهبونه چه چه په چين کښي لوي مزهبونه بلل کيږی ٠ او يو شمير خلک پر اسلامی ، مسيحی او کاتوليک دينونو باندی هم عقيده لری ٠
رمز – ٦ مه پوښتنه يی دا ده –چه د چين مساحت څو کيلو متره دی ؟
وانګ – چين ٩ مليونه او ٦ لکه مربع کيلو متره مساحت لری ٠
رمز – د چين تاريخی ديوال څومره تاريخ لری او چا جوړ کړی دی ؟ دا يی اومه پوښتنه ده ٠
وانګ – د چين تاريخی ديوال څه دپاسه ٢٥٠٠ کاله تاريخ لری ٠ په هغه زمانه کښي
چين په زياتو وړوکو ملکونو ويشل شوی و او دغه ټوټه ټوټه ديوالونه د دغو ملکونو د خاوندانو له خوا د ځانی ګټو د لټولو او د خپل نفوذ د ساحی د پراختيا دپاره جوړ شوی وو چه وروسته بيا د چين دلومړی امپراطور چينګ شه هوانګ له خوا دغه ټوټی ټوټی ديوالونه يو ځای او په لوی ديوال يی بدلون وموند ٠ مونږ به وروسته په يو مناسب وخت کښی د چين د لوي ديوال په باب په مفصل ډول ګرانو اوريدونکو ته معلومات وړاندی کړو ٠
رمز – سمه ده ٠ او وروستی پوښتنه يی دا ده چه د چين ويزه دکوم ځای څخه ترلاسه کيدای شي ؟
وانګ-د چين ويزه په پاکستان او يا افغانستان کښې د چين د لوی سفارت څخه اخستل کيږی ٠
رمز – دا بل ليک د صوبه سرحد د باجوړ ايجنسي څخه د باجوړ کلب مشر غلام يوسف پشت رااستولی ٠ د سلامونو تر څنګ يی دا هم ليکلی چه مونږ غواړو د چينايی لغتونو او کليمو تلفظ يا اداٌ کونه په انکليسي يا پښتو تورو ترسره کړو او يا دا چه د چينايی ژبی دپاره کومه بله لاره شته ؟
وانګ – مونږ د باجوړ د کلب صدر او غړو ته لومړی خپل سلامونه وړاندی کوو او بيا ددوی څخه ډير خوشحاله شولو چه څومره د چينی ژبی د زده کړی دپاره ليوالتيا لری ٠ خو هغه د چينايی کليمو يا لغتونو نه هغه تلفظ يا اداٌ کونه چه د بلګی په توګه يی مونږ ته ليکلی يو څه نا څه نا سم دی ، که چيری دوی غواړی دی کار ته ملا وتړی نو ښه به دا وی چه په پاکستان کښی دی د چين د کلتوری مرکز او يا بل چا سره چه په چينی ژبه پوهيږی تماس ونيسي او د کليمو او
لغتونو سم تلفظ او اداٌ کونه دی راوړی او هم دی زمونږ د راډيو د چينی ژبی
د لوست خپرونه چه په هره اونی کښي خپريږی واوری ٠ خوشحاله اوسی ٠
رمز – او دا دوه وروستی ليکونه چه دواړه يی يو مضمون لری د پاکستان دپيښور د چار سدی د خزانی له کمپ څخه زمونږ دائيمی اوريدونکی عاشق الله کاموال راليزلی دی او د سلامونو نه يی وروسته ډيری ګيلی هم ليکلی او وايی چه مونږ پخپل ليکونو ٣٢ روپی خرچه لګوو خو ليکونه مود ډيری مودی راهيسی نه خپريږی ٠
وانګ – مونږ هم پخپله وار سره کاموال صاحب ته سلامونه وړاندی کوو ٠ زمونږ دپاره ټول اوريدونکی د درناوی او احترام وړ دی ، کيدای شي چه ستاسو ليکونه په تيرو څو مياشتو کښي خپاره شوی وی ، خو تاسو به ددی وخت نه وی پيدا کړی چه د خپل ليک ځواب واوری ٠
رمز - مونږ دا هم په ياد لرو چه ځوابی ليکونه مو هم ستاسو په ادرس ليږلی ښايی هغه مو ترلاسه کړی وی ٠ او يا به يی په راتلونکی کښي ترلاسه کړی ٠ د کاموال صاحب د نورو ليکونو په تمه ٠
وانګ – رمز صاحبه ! د محترمو اوريدونکو د مينی او علاقی نه ډک ليکونه مونږ لا نور تشويقوی چه خپلی خپرونی ته د لا ترقۍ ورکولودپاره کوششونه وکړو او په لا ښه شان سره د ټولو پښتنو اوريدونکو دپاره خدمتونه ترسره کړو ٠
رمز – مونږ هيله لرو چه قدرمن دوستان په مداومه توګه زمونږ خپرونه واورئ او خپل ارزښتناک پيشنهادونه او نظريات راوليږئ ٠
وانګ – ګرانو اوريدونکو – د مونږ او اوريدونکی دنن شپی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله
(تصوير:دمی په لومړي نيټه دداي قوم پيغلو په پارک کی دزيارکښوخلکودنړيوالې ورځې نمانځنه وکړه٠ )