د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند مشعل د روانې مياشتي په نهمه نيټه خبر ورکړ چې دوه تنه خارجيان پرون دکابل په ښار کې د ډبرو په واسطه ووژل شول ٠ وياند مشعل وويل د نوموړو دوو تنو خارجيانو مړي د کابل ښار په مرکز په يو پخواني باغ کې کشف شوي دي ، دواړه سړي ووچې له دوو تنو څخه يوتن د سويس پاسپورټ درلود او د بل سړي تابعيت تر اوسه پوري هم نه دی معلوم شوی ٠
|