د چين د بينامللي راډيو د خبر له مخی ، پاکستان د مې په ١٠ مه نيټه په دوامداره او مثبته توګه دهند او پاکستان د روابطو د پرمخبيولو په باب د هند د صدراعظم واجپاي د مربوطې وينا هرکلي څرګند کړ ٠ د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نطاق مسعود خان په همدی ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کی وويل چه پاکستان د جمهورريس مشرف او د صدراعظم واجپاي تر منځ د خبرو اترو احترام کوي او د دواړو هيواد و تر منځ د سوله ايز بهير په ورانکاري هيڅ فعاليتونو کی برخه نه اخلي ٠ هغه زياته کړه چه د دواړو هيوادو تر منځ ديالوګ اوس روان دی ،دواړه مشران هم هيله لري چه ديالوګ دوام وکړی ٠ د خارجه وزير او خارجه سيکريتر په درجه ديالوګ کی به چه ژر به جوړ شي ، د کشمير د موضوع په شمول ټولو کشالو باندی بحث وشي ٠
|