د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د چين د خارجه وزارت نطاق ليو جيان څاو د مي په يوولسمه نيټه په بيجينګ کې په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چه چين په دي نسبت چه د امريکې په ملي کانګرس کې د روغتيا په نړيوال سازمان کې د تايوان د برخه اخيستنې د ملاتړ په باب لايحه تصويبه شوه ، سخت نا رضامند دی او په دي هکله يي امريکې ته يي خپل جدي دريځ څرګندکړ٠ ليو جيان څاو د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل چه د روغتيا نړيوال سازمان د ملګرو ملتو يو داسي خاص سازمان دي چه يوازي ملي حاکميت لرونکې هيواد پکي منل کيږي ٠ تايوان د چين د يوې برخې په توګه په دي سازمان کې د ګډون او هم د کتونکي په توګه په دي سازمان کي د برخه اخيستنې حق نه لري
|