<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-14 20:52:25    
0514د اوريدونکو د رارسيدلو ليکونو لنډيز او ددوي سوالونو ته ځواب

cri

واورئ رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو قدرمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم !

مخکښي له دی نه چه د خپرونی په اساسي برخه پيل وکړو غواړو خپلو هغو

اوريدونکو ته زيری ورکړو چه د تير عيسوی کال په پای کښي زمونږ په راډيويی سيالی کښي د ګډون نه وروسته د پچی په اساس د جايزی وړ ګرځيدلی دی د نوموړو مستحقو کسانو نومونه به د همدی پروکرام په پای کښي خپاره کړو ٠

وانګ جانی ، زه غواړم چه نننی خپرونه د يوه ډير قدرمن او دائمی اوريدونکی ښاغلی ملنګ جان شابيوال په دی غزل ښګلی کړو

د ګران وطن د ورانيدو پوښتنه چا نه وکړم

د سم او غر د سوځيدو پوښتنه چا نه وکړم

زه يو اسلام او يو ملت وم بل او بل خو نه وم

د بل په نوم د توريدو پوښتنه چا نه وکړم

زه ستمګر ته ستمګر اهل ستم ډير شوی

اوس د مظلوم د ځوريدو پوښتنه چا نه وکړم

کونډی خرڅيږی زه خرڅيږم هر يتيم خرڅ شوی

لا ، د وطن د خرڅيدو پوښتنه چا نه وکړم

زه ( ملنګ جان ) په زړه غلبيل کړم د ملت غمونو

غم د ملت د رسيدو پوښتنه چا نه وکړ

وانګ – رمز صاحب ، په ريښتيا هم چه دوطن په مينه کښي ډير ښکلی شعر ؤ او

ملنګ جان صاحب د سی ار ای د پښتو خپرونی ډير پخوانی دوست او اوريدونکی دی او په دی توګه يی د ريښتين ادبی جرګۍ له خوا د پښتو ژبی د ځينو ځوانو شاعرانو د شعرونو يوه مجموعه چه د ښاغلی سردار احمد همراز او صابر بهروز شينواری په اهتمام چاپ شوی راليزلی ده ٠ د شعرونو دغه مجموعه (له زړګی چه وينه و څڅوم بيت يی ) نوميږی ٠

رمز – د نوموړی مجموعی د نوم څخه دا څرګنديږی چه د نوموړی شعری مجموعی ځوان شاعران د تن د وينی په شان د خپل زړه د احساس د بيانولو او څرګندولو جوګه دی او له دی نه څرګنديږی چه د وطن نه لری د هجرت په نړی کښي زمونږ دغه هيوادوال د خپل هيواد او خلکو سره څومره مينه لری او خپل د غم احساس د خپل زړګی د وينی په څڅولو سره په شعری قالب کښي څرګندوی ٠

وانګ – بايد ووايو چه په نوموړی کتاب يا شعری مجموعه کښي د ښاغلو سردار احمد همراز ، صابر بهروز شينواری ، محبت شاه شينواری ، ملنګ جان شابيوال ، خالد پشتون ، محمد عمر خيواه وال ، محمد صادق سرګردان ، سيد اکبرشاه شينواری ،رحيم خان مجروح ، خادم شينواری ، مطيع الله تنها شينواری ، صابرخان شاقب ، عمر فاروق عادل ، نور رحمن درويش ، محمد زاهد افريدی ، رحيم داد همزولی او ضاٌالحق ضياٌشابيوال شعرونه او لنډه پيژندنه چاپ شوی چه مينه والو ته يی د لوستلو هيله کوو ٠

رمز – وانګ جانی ، مونږ يو ځل بيا د ملنګ جان شابيوال نه مننه کوو چه د شعرونو نوموړی مجموعه يی مونږ ته راليږلی او اوس به د خپلو نورو اوريدونکو

ليکونه راواخلو چه څه يی پکښي ليکلی دی ٠

وانګ – سمه ده ! دا لومړی ليک د پيښور د چوک يادګار څخه ښاغلی معشوق جان کامه وال راليږلی او د خپل ليک په ترڅ کښي يی مونږ ټولو ته ډير ډير سلامونه راليږلی او بيا يی زمونږ د راډيو له خوا د چين – افغانستان او چين - پاکستان د هيوادونو د دوستی او ښه ګاونډيتوب په هکله د مقالو ليکونو په سيالی کښي برخه اخستی او په دی توګه کاموال صاحب زمونږ لومړی اوريدونکی دی چه په دی هکله يی خپله لنډه مقاله راليږلی ده ٠ نو زما هيله دا ده چه تاسو رمز صاحب به د نوموړی مقالی لنډيز ولولی ٠

رمز – وانګ جانی ، له تاسو نه مننه ٠ لمړی د کاموال صاحب سلامونو ته وعليک وايو او بيا د چين اوافغانستان تر منځ د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب مقاله چه کاموال صاحب راليږلی داسی پيل کيږی ٠

د چين خلک وايی چه د افغانستان خلک په ارامه ژوند وکړی د دواړو هيوادونو د خلکو تر منځ د دوستی اړيکی ډير اوزد او لرغونی تاريخ لری او په رسمی توګه د افغانستان او چين تر منځ د ١٩٥٥ م کال راهيسی د دوستی او اړيکو بنسټ ايښودل شوی دی ٠ په اوسنی عصر کښي چين د افغانستان دپاره د مالی او بشری مرستو تر څنګ سړکونه ، ښوونځی ، کاريزونه ، د اوبو لګولو پروژی ، روغتونونه او نور جوړوی او د پوليسو په روزنه کښی هم مرسته او همکاری کوی ٠ دغه راز چين د افغانستان سره د دهشت ګری د له منځه وړلو او د مخدره موادو د مخنيوی په لاره کښی هم مرسته کوی چه افغانان به دغه مرستی او همکاری هيڅکله هيری نه کړی ٠

وانګ – د مقالو په سيالی کښي د کاموال صاحب د ګډون له امله مننه کوو او هيله لرو چه د نورو محترمو اوريدونکو مقالی هم پخپل وخت سره مونږ ته راورسيږی او دا دوهم ليک راواخله چه د کوم اوريدونکی له خوا ليکل شوی دی ٠

رمز – دا ليک د مروت څخه د صمدد کلب مشر ښاغلی هارون الرسيد راليږلی او د سلامونو نه وروسته يی ليکلی چه مونږ له ١٩٩٨ کال راهيسی له تاسو سره خپلی قلمی اړيکی ساتلی او اوس زمونږ د کلب د غړو شمير ٣٠ تنو ته رسيږی ٠ دغه راز دوی په خپل ليکل کښی دا هم زياته کړی ده چه د سي ار ای د پښتو خپرونی ټول پروګرامونه زمونږ خوښ دی او هغه ستايو ٠ د خپل ليک په پای کښی هغه داسی ليکلی چه مونږ ته مجلی ،ورځپاڼی او نور مواد راوليږی ترڅو زمونږ کلب پری ښکلی شي ٠

وانګ – د صمد ليسنرز کلب د مشر او ټولو غړو سلامونو ته وعليک وايو ، زمونږ دخپرونی د پروګرامونو د ستاينی څخه يی مننه کوو او کوشش به وکړو چه مجلی او نور مطبوعات پخپل وخت سره ددوی په پته وليږو ٠

رمز – وانګ جانی ، که ستا په ياد وی چه د تير عيسوی کال په پای کښي لويديځ چين ته د کلتوری سفر په نامه د چين د لسو کلتوری مراثونو او طبيعی منظرو په هکله مو يوه راډيوی سيالی اعلان کړی وه چه په نوموړی سيالی کښي زمونږ ډيرو اوريدونکو برخه واخستله او د خپلو ليکونو په ترڅ کښي يی مونږ ته ځوابونه راوليږل ٠ د خپلوګرانو اوريدونکو ټولی ځوابی پاڼی مو په قرعه کشی يا پچه اچولو کښي شاملی کړی چه وروسته له پچی اچولو نه زمونږ دغه اوريدونکی د لومړی ، دوهمی او دريمی درجی جايزی ګټونکی وګڼل شول :

د پاکستان د صوبه سرحد د پيښور له ښار څخه ښاغلی معشوق جان کاموال د لومړی درجی جايزی ګټونکی دی ٠

د افغانستان د کندهار ولايت نه سميل زی ابراهيمی د دوهمی جايزی ګټونکی دی او د دريمی جايزی ګټونکی په دی ډول دی –

لومړی -د صوبه پنجاب د اتک د ضلع او تحصيل نه ښاغلی محمد ايوب هنريار

دوهم – د تحصيل و ضلع بنون څخه د ورورولی د ليسنرز کلب مشر محترم صديق زمان صديق

دريم –د صوبه سرحد د علی مسجد تحصيل خيبر ايجنسي نه د افريدی لسنرز کلب مشر رياض احمد افريدی

څلورم – د پيښور نه د پختونخوا کلب مشر الله ګل صافي

پنځم – د تحصيل هنګو ضلع کوهاټ نه دالتمش لسنرز کلب مشر شمس الدين التمش

شپږم – د صوبه سرحد د مردان ضلع لکی مروت نه د صمد لسنرز کلب مشر هارون الرشيد

اووم – د پاکستان د صوابی شيکپورا نه د سيال لسنرز کلب مشره پيغله نصرت شامه سيال

وانګ -د يادونی وړ ده چه د محترمو ګټونکو اوريدونکو جايزی مو د می په سر کښي ددوی په راليږل شويو پتو ليږلی دی ٠ هيله کوو چه پخپل وخت يی ترلاسه

کړی ٠ ښه ! د مونږ او اوريدونکی نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيد، ستاسو د کاميابی او خوشحالی په هيله ٠