<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-15 20:06:44    
تيان جين ښار ته لنډه کتنه

cri

تيان جين ښار د چين په شمال کې واقع دی ، ختيځې خوا ته يې د بوهاي سمندرګی دی او د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې د څلورو ښارونو څخه دی ٠ ددې ښار عمومي مساحت يوولس زرو درې سوو مربع کيلومترو ته رسيږي او د خلکو شمير يې له نهه مليونو درې لکو او پنځوسو زرو تنو څخه اوښتی دی ٠په دې ښار کې د هان ، خوي ، مان او مغول په شمول د زياتو قومونو خلک اوسيږي ٠
تيان جين ښار د چين يو لوي او بينالمللي بندر هم دی چې د نړۍ د ١٥٠ هيوادونو او سيمو د څه دپاسه درې سوو بندرونو سره تجارتي اړيکې لري ٠ هرکال له ٣٠٠٠ څخه زياتې بيړۍ تيان جين بندر ته راځي ٠
تيان جين ښار يو اوږد تاريخ لرونکي او کلتوري ښار دی چې ٦ سوه کاله پخوا جوړشوي و٠ لا د ١٣٠٠ کالو نه مخکې تيان جين د چين په شمال کې يو بندر و٠ په هغه موده کې ډيرو بيړيو د چين له شمال نه جنوب ته او د جنوب نه شمال ته تګ راتګ کاوه ٠ د ٦ سوو کالو نه مخکې تيان جين د يوه بندري ښار په توګه وګرځيد٠ تر ١٨٤٠ کاله پوري تيان جين ښار ورځ په ورځ اباد شو ٠ښاغلي لو شي چي د تيان جين ښار د تاريخ د څيړنې متخصص دی د تيان جين ښار د ابادی په باب وويل په ١٨٤٠ کال در ترياک د جګړې نه وروسته زيات شمير بهرني ماجراجويان ، لوي سوداګران او بهرني مبلغين تيان جين ښار ته راغلل او په دې ښار کې يې بانکونه ، مسجدونه، ښکلي ښکلي باغونه او زيات بهرني ساختماني سبک لرونکې ودانۍ جوړې کړې دي ٠علاوه پر دې د چين په دننه کې يو شمير سياستمداران، پوځي ديکتاتوران او کمپرادوران او نور شتمن خلک د تيان جين ښار ته راغلل او زياتې ودانۍ يې جوړې کړې٠ د څه د پاسه سلو کلونو دابادۍ نه وروسته اوس د تيان جين ښار په يو عصري او پرمختللی ښار بدل شوی دی ٠ که څه هم تاريخ يې ډير وړاندې تللی دی خو په تيان جين ښار کې تاريخي پته هم ليدل کيږي ٠ ددې ښار سره د بلديت د لرلو دپاره لازمه ده چې د تيان جين د پخواني زوړ ښار سيل وکړی شي ٠
د تيان جين ښار زړه ښاري سيمه د اوسني ښار په مرکز کې پرته ده ، پخوا دلته ډير زيات دوکانونه وو او په بازارونو يې هم راکړه ورکړه ډيره وه ، داسيمه پخوا د تيان جين ښار سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز و٠ د بيلګې په توګه د ګولوه په نامه تجارتي منطقه چې پکې زياتره ودانۍ يې د څه دپاسه سلو کالونه مخکې پخواني عنعوي ساختماني شکل لري ٠ خلک کولای شي چې په دې منطقه کې سوداګري او ساعتيري وکړي ٠ دا منطقه په څلورو واټونو ويشل شوي ده ، په ختيځ واټ کې خاص د کاليو او بوټانو د خرڅولو ، شمالي واټ يې د پخواني سامان الاتو او قيمتي څيزونو او په جنوبي واټ کې يې د محلي خوراکونو او خوړو د پلورلو دپاره ټاکل شوي دي ٠ دا منطقه په چين کې هم شهرت موندلی دی ٠
د تيان جين ښار يوه بله سيمه هم د ليدو وړ ده چې خلک دې سيمې ته د وو دا داو سيمه بولي چې د پنځو لويو واټونو نه جوړ شوي دي ٠په دې ځای کې څه دپاسه زر ودانۍ شته چې مختلف ساختماني سبک لري ٠ د تيان جين ښار د خه پينګ علاقه داري د کلتوري او توريستي ادارې مدير وانګ يي مين وويل د پنځو لويو واټونو څخه په جوړ شوي منطقه کې ٢٣٠ ودانۍ شته چې د اروپايي ساختماني سبک ښکاره نښه پکې ليدل کيږي ٠پخوا په دې منطقه کې زيات مشهور شخصيتونه اوريدل ، نو ويل کيږي چې ددې منطقې د ليدو نه د تيان جين ښار د تيرو سلو کلونو د څيرې بدلون له ورايه معلوميږي ٠ په دې ځای کې سيلانيان نه يوازي کولاي شي چې د اروپايي ګاډۍ او کراچي په واسطه د بهرني هيوادونو د ساختماني سبک لرونکو ودانيو سيل وکړي بلکې د دغو ودانيو د ليدنې کتنې څخه د تيان جين ښار د ځينو تاريخي پيښو په با معلومات ترلاسه کړي او يو لړ په زړه پوري قصې واوري ٠
محترمو دوستانو د تيان جين په ښار کې نه يوازي عنعنوي تجارتي منطقه شته بلکې د سوداګري دپاره نوي مرکز هم جوړ شوي دی ٠ د اقتصاد د پرمختګ سره سره د تيان جين په ښار کې تجارتي چارو هم ورځ په ورځ انکشاف موندلی دی ٠ يو يو نوي تجارتي واټونه او لوي لوي بازارونه په پر له پسي توګه جوړ شوي دی ٠ د پنځو لويو واټونو څخه برسيره نور مخصوص بازارونه او واټونه هم رامنځته شوي دي ٠مثلا د سرو زرو نه د جوړشويوګاڼو د پلورلو واټ ، د خوراکونو واټ او لرغوني کلتوري منظره دار واټ په دې وروستيو کلونو کې په وار سره رامنځته شوي او ډير زيات سياحان يې ځان ته راجلب کړي دي ٠
په تيان جين ښار کي پرته د ښاري منظرو څخه نور ښکلي طبيعي منظرې هم د ليدو وړ او په زړه پوري دي ٠د تيان جين ښاري سيمې ته نژدې د پان شان په نامه يو غر شته چې خپلې ځانګړيمنظري لري ٠ خلک دا غر د تيان جين د ښار باغ بولي ٠ په دې غره کې درې ډوله ښکلي طبيعي منظري ليدل کيږي چې د غره په پاسنې برخه کې راز راز نښترونه، ناجوګانې ، په منځني برخه کې يې ډيرې د ليدو وړ ډبرې او په لاندني برخه کې يې چينارونه او ابشار ليدل کيږي ٠٠ د غره نه برسيره سمندري منظره هم د ليدو وړ ده ٠
ډير سياحان غواړي چي سمندر وګوري او د کب نيونکي په توګه د بحر په غاړه کې کبان ونيسي ٠ د تيان جين ښار توريستي ادارې د دغو سياحانو د غوښتنې د پوره کولو دپاره د سمندري کب نيولو د ټولنې سره موافقه وکړه چې د سياحانو دپاره څه دپاسه شل کب نيونکي بيړۍ تياري کړي ترڅو دوي په بحر کې په ازاده توګه کبان ونيسي ٠
د تيان جين ښار د تانګ ګو د کب نيولو د محدود شرکت منيجر وان جي چي وويل مونږ د سياحانو دپاره د کب نيولو مکمل وسايل تيار کړي دي ، په عين وخت کې مونږ خاص اشپزان هم حاضر دي چي د سياحانو لخوا نيول شوي کبان په بيړۍ کي باخه کړي ، سياحان کولاي شي چي په بيړۍ کي په خپل لاس نيول شوي کبان وخوري
په تيان جين ښار کې د ښکلو منظرو د ليدلو نه علاوه په دې ښار کې ډير زيات محلي شيان هم پلورل کيږي ٠ د مثال په توګه د تيان جين هغه لاسي صنعتي شيان چې د خاورو په واسطه جوړشوي مجسمې او کاغذي پرانونه اد داسي نورو څيزونو په چين کې هم د خلکو د خوښۍ وړ شيان دي
ګرانولوستونکو که تاسي د چين د تيان جين ښار ته ولاړشي نو وبه کړای شي چې په خپلو سترګو دغه مشهور څيزونه وګوري او ورڅخه خوند واخلي ٠