د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، په افغانستان کی د امريکايي فوځ نطاق توکير ماسانګير د مې په ١٥ مه نيټه په يوه مطبوعاتي غونډه کی وويل چه وروسته تر هغه چه مطبوعاتي ذرايعو افشا کړی چه د امريکايي فوځ په اډه کی يو بند شوی افغان وځورول شو ، دوی يو ځل بيا د دغه شان ناوړه کړه وړه په باب رپوټ واوريده اود دی پيښې په پلټلو يي پيل وکړ ٠ ماسانګير وويل چه رپوټ وړاندی کوونکی پخپله مظلوم شخص نه دی ، خو ماسانګير د مظلوم شخص او د دده د ځوريدو په باب مفصل حالت نه دی ويلي ٠