<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-05-21 17:56:53    
مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri
       

واورئ رمز – د مونږ او اوريدونمکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو ! اسلام وعليکم ٠ دا دی زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه ددی اونی د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – رمز صاحبه ! کله چه په دی څو وروستيو مياشتو کښی ما او تا د اوريدونکو ليکونه ولوستل په ډيرو ليکونو کښی د اوريدونکو غوښتنه دا وه چه د چين د تاريخی او لرغونی ديوال په هکله معلومات خپاره کړو ٠

رمز – وانګ جانی ! په رښتيا هم د اوريدونکو د ليکونو څخه دا څرګنديږی چه هغوی څومره دا ليوالتيا لری چه د چين د لرغونی ميراثونو او د پخوانيو نسلونو د سترو کارنامو په باب معلومات ترلاسه کړی ٠

وانګ – هو ! همداسی ده ٠ زمونږ د پښتنو خپرونی هغه اوريدونکی چه له افغانستان ، پاکستان او يا نورو هيوادونو څخه ليکونه رااستوی تل داسی هيله لری چه زمونږ څخه د چين د لرغونی اثارو او سترو بشری ميراثونو په اړوند يو څه واوری چه دهمدی امله مو د خپلو اوريدونکو په غوښتنه د مونږ او اوريدونکی د نن شپی خپرونه د چين د لرغونی ستر ديوال په باب لنډو معلوماتو ته ځانګړی کړی ده ٠ هيله ده چه د اوريدونکو دپاره په زړه پوری وی ٠

رمز – ددی دپاره چه خپل اوريدونکی د لا زيات انتظار په حال کښی پری نه ږدو نو لومړی خبری به زه پيل کړم ٠

وانګ – سمه ده مهربانی وکړی !

رمز- په چين کښی يوه اصطلاح ده چه وايی هغه څوک چه لوي ديوال ته نه ځی نو پياوړی سړی نه بلل کيږی ٠

وانګ – په ريښتيا چه لوي ديوال د چينايانو وياړ او فخر دی او په نړی کښي يو لوی اعجاز بلل کيږی ٠ خو ځينو محترمو اوريدونکو په خپلو ليکونو کښی دا پوښتنه هم کړی ده چه دغه لوي ديوال په کومه تاريخی دوره کښی جوړ شوی او دڅه دپاره جوړ شوی دی ؟ دی پوښتنی ته د ځواب په وړاندی کولو سره بايد د چين پخوانی او لرغونی تاريخ ته يوه کتنه وکړو ٠

رمز – هوکی ! ٢ زره ٥ سوه کاله مخکښی د چين لويه خاوره په زياتو وړوکو ملکونو ويشل شوی وه ، د دغو کوچنيو ملکونو خاوندانو د ځانی ګټو د لټولو او د خپل نفوذ د ساحی د پراختيا دپاره به يی تر وسی وسی پوری د نورو مځکه نيوله او خپل تسلط به يی پکښی ټينګاوه چه د تسلط او پراختيا غوښتنی د حرص اور ددوی تر منځ دبی شميره جګړو د رامنځ ته کيدو سبب شوی ؤ چه د نوموړو جګړو په پای کښي نسبتاٌ ٧ غښتلی ملکونه پاتی شول ٠ دغو ٧ ملکونو د پرديو د تيريو نه د ځان د دفاع دپاره د خپل جغرافيايی مؤقعيت سره سم جنګی ديوالونه جوړ کړل ٠

وانګ – له نن نه څه دپاسه ٢ زره ٢ سوه کاله مخکښی د چينګ نومی ملک امير نورو شپږو ملکونو ته ماتی ورکړه او د چين په لويه خاوره کښی يی لوی سلطنت

قايم کړ او په دی توګه چين د لومړی ځل دپاره د نوموړی امپراطور له خوا د

يوه واحد هيواد په حيث اعلان شو او هغه پخپله د شه هوانګ لقب له ځان سره وتاړه چه د چين د لومړی امپراطور معنی يی درلوده ٠

رمز – دغه امپراطور ددی دپاره چه د پرديو د تيريوسره مقاومت وکړای شي او سطنتی واک او قدرت يی د تل دپاره په شاهی کورنی کښی خوندی وساتل شی نو د يوی داسی لويی پروژی په جوړولو يی لاس پوری کړ چه هغه د پخوانيو نورو ٦ ملکونو ټوټه ټوټه جنګی ديوالونه له خپلو ديوالونو سره ونښلول او بيا يی ترميم کړل ٠ په هماغه زمانه کښی ددی لويی پروژی په بشپړيدو کښی خلکو زيات زيارونه وايستل ، ډيری کورنی ويجاړی شوی او بی شميره خلک په دی جبری خدمت کښی خپل ژوند له لاسه ورکړ ٠

وانګ –په دی عصر کښي يو مشهور روايت دی چه وايی – د چينګ په شاهی دوره کښی يو زلمی چه وان شی ليانګ نوميده دخپل واده په شپه د امپراطوری عسکرو له خوا ونيول شو او د لوی ديوال د جوړولو په بيګار کښی وګمارل شو ٠ زياته موده تيره شوه ، خو دده هيڅ خبر کور ته و نه رسيده٠ دده ناوی ميرمن چه مونګ جيانګ نيو نوميده تصميم ونيوه چه د خپل ميړه د ليدو او کتلو دپاره لوی ديوال ته لاړه شي او خپل ميړه ته ګرمی جامی يوسي ٠ سره له دی چه له کور نه تر لوي ديوال پوری ډيره اوږده لاره ددی په وړاندی پرته وه ، خو مونګ جيانګ نيو پخپل ټينګ عزم سره د اټکل نه وتلی ډير سخت ربړونه وګالل او بالاخره لوي ديوال ته ورسيده ٠

رمز – نوموړی خو ديوال ته ورسيده خو د خواشينی وړ خبره دا وه چه ددی ميړه په

جبری خدمت کښی خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤاو د لوي ديوال په تهداب يا بنسټ کښی ښخ شوی ؤ ٠ له دی امله مونګ جيانګ نيو دومره وژړل چه اسمانی پاچا هم ور باندی غمجن شو او پر مځکی باندی يی د شړق باران څپی راواورولی ٠ په پای کښي دغه قوی ديوال د قهر نه ډک طوفانی باران او د مظلومی پيغلی د سختو او معصومانه اوښکو په سيلاب کښی ړنګ شو او مونګ جيانګ نيو هم د يوی مظلومی پيغلی په حيث دبشری ناکردو او ظلمونو له لاسه د سمندر څپو ته پنا يووړه ٠

وانګ – د هغی زمانی نه وروسته د ٢ زرو کالو په اوږده تاريخی دوره کښی د چين د فيوډالی ټولنی په هره شاهی سلسله کښی جنګی ديوالونه بيا منظم او له سره نوی جوړ شول ٠ په تيره بيا د مينګ په امپراطوری دوره کښی يعنی د پنځه شپږ سوو کالو نه مخکښی دغه ديوالونه ١٨ ځله ترميم شوی او تر اوسه پوری ښه ساتل شوی دی ٠

رمز – د لوي ديوال په اوږدو کښی د هرو لسګونو ياسلګونو مترو په فاصله کښی يوه لويه کلا جوړه شوی ده چه په لرغونی زمانه کښی د دښمنانو د څارنی ، د وسلو د زخيری او پر دښمنانو باندی د بريد کولو دپاره تری نه استفاده کيدله ٠

وانګ – د چين لوي ديوال چه ٧ زره کيلو متره اوږدوالی لری لکه يو غټ ښامار د چين په ارته خاوره کښی له ختيځ نه تر لويديځ پوری د غرونو سره سم کښته پورته غزيدلی دی ٠

رمز – د لوي ديوال مبدا يا پيل د هه بی په ولايت کښی د شان های ګوان لويه کلا ده

چه لکه د ښامار د سر په شان د بو های سمندرګی په وړاندی هسکه غاړه ولاړه ده او د چين د ګان سو په ولايت کښی د جا يو ګوان کلا د لوي ديوال پای ده ٠

وانګ – دچين لوي ديوال چه په اوسنی زمانه کښی تر ټولو نه ښه ساتل شوی اوږد لرغونی او پخوانی ديوال دی چه ځينی برخی يی د ترميم نه وروسته د سيل او ليدووړ ځايونو په حيث د سيلانيانوپر مخ پرانستل شوی دی ٠

رمز - ګرانو اوريدونکو – لوي ديوال د چينی ملت د عقل ، زيار او ميړانی علامه ده٠ اوس د چين په نوم دغه لوي ښامار چه د زرګونو کلونو نه راهيسی په خيتځه نړۍ کښی پروت دی په خپل پوره قوت سره فضا ته الوزۍ او هڅه او هاند کوی چه د نړی په مترقی قطار کښي ټينګ او مظبوط ځای ونيسي او د خپل هيواد او بشرۍ نړی دپاره ښايسته او ښکلی راتلونکی پرانيځی ٠

وانګ – هيله لرو چه زمونږ په دغو لنډو ، په زړه پوری او تاريخی معلوماتو د اوريدونکو تنده ماته شوی ده ٠ګرانو اوريدونکو- د مونږ او اوريدونکی نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيد ستاسو د کاميابۍ او خوشحالۍ په هيله ٠