زمونږ دراډيو د خبريال د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس مشرف او صدراعظم ظفرلله جمالی د می په دوه ويشتمه نيټه په دی نسبت چه سينګ د هند د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی، د خپل هرکلی مراتب څرګند کړل او د پاکستان سره د سوله ايز بهير د چټکتيا په باب د سينګ د وينا لوړ تقدير وکړ .صدراعظم سينګ د می په شلمه نيټه وويل چه د هند نوی حکومت به ترممکنه حده پوری د هند او پاکستان تر منځ موجود ټول مسائل حل کړی .
|