د سين هوا اژانس د خبرله مخی د پاکستان جمهور رئيس مشرف دمی
په دوه ويشتمه نيټه د هندد صدراعظم سينګ په عنوان تبريکيه تلګرام کښی له پاکستان سره د روابطو د ښه والی په خاطر د هند د مثبتی رويی هرکلی وکړ . د پاکستان د اشوشيتيد پريس د خبرله مخی مشرف په تلګرام کښی هيله هم څرګنده کړه چه د دغه فرصت څخه په استفادی سره دا خبره بيا تاييده کړه چه پاکستان غواړ ی چه د کشميرپه شمول د خپل منځی ټولو مسائلو د حل دپاره يوه عادلانه او سوله ايزه لايحه ولټوی
د پاکستان صدراعظم جمالی د می په دوه ويشتمه نيټه سينګ په عنوان تلګرام کښی باور هم څرګند کړ چه د هند نوی حکومت به له پاکستان سره د خپل منځی روابطو د ودی د پرمخبيولو دپاه کوشش وکړی او د هند او پاکستان ترمنځ په هر اړخيز ديالوګ کښی به هم غنی ثمرونه ترلاسه شی .