د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د پاکستان خارجه وزارت د مي په درويشتمه نيټه اعلام وکړ چه د متقابل اعتماد د ټينګيدو په باب د پاکستان او هند ترمنځ ديالوګ به وځنډيږي ٠ د پاکستان خارجه وزارت وويل چه د هند حکومت په همدي ورځ د نوموړي ديالوګ د ځنډيدو په باب فيصله پاکستان ته اطلاع ورکړه او ويي ويل چه د ديالوګ د ځنډيدو علت دا دي چه د هند نوي حکومت د جوړيدو په حال کې دی او نوي خارجه وزير نه دي ټاکل شوي ٠
|